د لاس رسي وړ اتصالات

شاهد افریدي د کشمیر په مسله په هند نیوکې کړي


د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړي شاهد افریدي د هغه نه وروسته په یو ټویټ کې په هند نیوکې کړیدي چې د کشمیر په اړه د د هغه یوې وینا په پاکستان او هند کې بیل بیل عکس العملونه راوپارول.

شاهد افریدي د هغې نه وروسته په یو ټویټ کې په هند نیوکې وکړی چې د هغه یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو سخته زیاته خپره (وایرل) شوه، هغه په ویډیو کې وایي چې "پاکستان کشمیر ته ضرورت نه لري، پاکستان خپلې صوبې نشي کنټرولولی. هند ته هم کشمیر مه ورکوئ. کشمیر دې یو ازاد ملک جوړ شي. بشریت دې ژوندی وي."

د افریدي د ویډیو د خپریدو نه وروسته په هند کې په مطبوعاتو کې د هغه په څرگندونو تبصرې پیل شوې. په هند کې مبصرینو وویل چې شاهد افریدي په خپل ملک پسې ویلي دي چې خپلې صوبې نشي سمبالولی.

د هند یوه ویبپاڼه ای بي پي نیوز د افریدي وینا په داسې ټکو کې شریکه کړه:

"پاکستان کشمیر ته ضرورت نه لري. پاکستان خپلې څلور صوبې نشي کنټرولولی."

افریدي د نیوکو نه وروسته اړ شو چې د خپلو خبرو سپیناوې وکړي. هغه په دغه لړ کې په کشمیر کې د هند په رول نیوکې هم وکړی.

"زما دغه ویډیو نیمگړی ده او د موضوع سره تړلی نه ده. کشمیر یوه ناحل شوې لانجمنه مسله ده او هند په ظالمانه توگه غصب کړی. پکار ده د کشمیر لانجه د ملگرو ملتونو د پریکړه لیک په اساس حل شي. زه او ټول پاکستانیان د کشمر د ازادۍ ملاتړ کوو. کشمیر د پاکستان دی."شاهد افریدي پوهیږي. پاکستانیان خپل ملک نشې کنټرولولی."

په هند کې د غبرگونونو وروسته په پاکستان کې ځینې کارپوهانو په شاهد افریدي د ملک د سپکاوې تور ولگاوه.

په پاکستان کې یو ډاکټر او د ټولنیزو رسنیو فعال سهیل چیمه په افریدي تور ولگاوه چې په هند کې د توجه لپاره دا ډول ویناوې کوي. هغه په خپل ټویټر ولیکل:

"افریدي د هند د مطبوعاتو د توجه ترلاسه کولو لپاره داسې خبرې کوي. هغه د خپل ځان لپاره هند خوشحالوي. د خپل کرکټ د پوره دورې پر وخت هغه یواځې د خپلو گټو لپاره لوبه کړي. اوس چې نور کرکټ نه کوي نو د خپل ملک سپکاوې د دې لپاره کوي چې هند خوښ شي."

دا لمړی ځل ندی چې د پاکستان دغه پخوانی لوبغاړی د خپلو سیاسي تبصرو له کبله په رسنیو کې بحثونه پارولي دي. هغه پخوا هم په مختلفو لانجمنو موضوعاتو څرگندونې کړیدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG