د لاس رسي وړ اتصالات

پاتریک شاناهن د امریکا د دفاع وزارت له مقام نه ډډه وکړه


د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهن د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د مسولیت له اخیستلو ډډه وکړه.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د جون په ١٨ (غبرگولي ٢٨) اعلان وکړ چې د دفاع وزارت لوړپوړی چارواکی مارک یسپر به د دفاع وزارت نوی سرپرست وزیر شي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې دغه تصمیم د ښاغلي شاناهن په خوښه پدې خاطر نیول شوی چې غواړي د خپلې کورنۍ سره زیات وخت تیر کړي.

ښاغلی شاناهن چې د بوینگ کمپنۍ پخوانی رئیس و، دمخه تر دې چې د دفاع د پخواني وزیر جیم ماتیس له خوا د مرستیال په توگه وټاکل شي، د ملي امنیت په چارو کې مخکنۍ تجربه نلرله چې د جمهور رئیس ټرمپ د منتقدینو له خوا د نیکو سره هم مخامخ شوی و.

هغه د ٢٠١٨ کال په پای کې کله چې جیم متیس د دفاع وزارت نه استعفا وکړه ددې وزارت سرپرست وټاکل شو.

د دفاع وزیر په توگه د هغه په نه ټاکل کیدو سره دا لومړی ځل دی چې پنتاگون د اوږدې مودې لپاره پرته له وزیر کار ته دوام ورکړی دی.

دغه وضعیت په ځانگړې توگه پداسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ سخت شوی د پام وړ دی.

XS
SM
MD
LG