د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بې له متحدینو له افغانستان څخه نه وځي - شاناهن


د متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر پتریک شاناهن
د متحدو ایالتونو د دفاع سرپرست وزیر پتریک شاناهن

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پتریک شاناهن وايي چې له افغانستان څخه یې ځواکونو هر ډول احتمالي وتل به له متحدینو سره په همغږۍ ترسره شي.

هغه وايي چې امریکا به یوازې او په خپل سر دا کار ونکړي.

ښاغلي شاناهن د پنجشنبې په ورځ (فبروري ۱۴) په بروګسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته وویل "د ځواکونو کمول به یو اړخیز کار نه وي. په دې برخه کې به همغږي وشي."

ښاغلي شاهانن زیاته کړه "موږ په دې اړه هم وغږېدو چې څنګه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپل حمایت زیات کړو چې پر طالبانو فشار نور هم مزیات شي."

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هره پرېکړه به د امریکا او د ناټو د غړو په مشورې او همغږۍ نیول کیږي. هغه وویل چې په افغانستان کې د ناټو ماموریت لومړیتوب دی او د راتلونکي په اړه یې هم هره پرېکړه په ګډه نیول کیږي.

د سولې لپاره د وسله والو طالبانو مهم شرط له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل دي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو وتل د سولې په خبرو کې په پرمختګ پورې اړه لري او دا باید امریکا ډاډه شي چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځالې نه بدلیږي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې افغان ځواکونو ته سلا مشورې او تجهیزات ورکوي.

XS
SM
MD
LG