د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د "دفاع په خاطر" منځني ختیځ ته نور عسکر لیږي


د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پیټرک شناهن ویلي دي چې امریکا منځني ختیځ ته زر تنه نور عسکر لیږي

ښاغلي شناهن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکا د خپلې دفاع په خاطر منځني ختیځ ته ١٠٠٠ تنه عسکر لیږي ځکه د ایران نه د خطر اندیښنې لري.

د ایران او د امریکا ترمنځ د شخړې امکانات د تیرې پنجشنبې د پیښې نه وروسته چې د تیلو په ټانکرونو حمله وشوه، لا زیات شویدي. امریکا سمدستي د دغه حملې مسول ایران وباله.

شناهن په یوې اعلامیې کې وویل چې د ایران لخوا د تیلو په ټانکرونو بریدونه د دغه ملک نیت څرگندوي.

"د تیلو په ټانکرونو د ایران وروستي بریدونه دا ثابتوي چې د ایران په اړه چې مونږ کوم استخباراتي معلومات راټول کړیدي، هغه سم دي. ایران د امریکا او زمونږ د متحدینو گټو ته خطر پیښوي."

ایران هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغوي به د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکوي او کچه به یې د حد نه لوړوي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ تیر کال د می په میاشت کې د ایران سره د اتومي وسلو په سر د شوي موافقې نه امریکا ایستلي ده او د هغې نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې خرابې دي خو د تیلو د ټانکرونو د برید نه وروسته د دواړو خواو د جنگ احتمال لا زیات شویدی.

XS
SM
MD
LG