د لاس رسي وړ اتصالات

د شهباز شریف زوی د پاکستان د ستر او مهم ایالت پنجاب اعلي وزیر شو 


د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف زوی حمزه شهباز شریف د شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي لسمه) د هغه هیواد د مهم سیاسي ایالت پنجاب مشري پر غاړه واخیسته.

پاکستان چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري، خپلوي او کورنۍ اړیکي په کې ژورې ريښې لري او د هغه هیواد په تاریخ کې تر ډیره واک د دوو کورنیو، شریف او بوتو ترمنځ ویشل شوی دی.

دغه تحولات وروسته له هغه رامنځ ته شول چې د کرکټ پخوانی ستوری عمران خان د عدم اعتماد په رایې سره له واکه ګوښه کړای شو.

حمزه شهباز شریف له اوونیو خنډونو وروسته، د پاکستان د تر ټولو ډیر شتمن، ډیر نفوس لرونکی او د سیاسي لحاظه له نفو‌ذ څخه د برخمن ایالت پنجاب د اعلی وزیر پر ځای ګمارل شویدی.

د یاد ایالت والي او د عمران خان وفاداره ملګري دا رد کړه چې له نوې صدراعظم سره لوړه وکړي او بالاخره د لاهور سترې محکمې مداخله وکړه.

حمزه شهباز شریف د لوړي تر مراسمو وروسته خبریالانو ته وویل:" نن په پنجاب ایالت کې د یوې میاشتې اوږد سیاسي جنجال پای ته ورسید."

نوموړي وویل چې د صدراعظم شهباز شریف لارښونو ته به درناوی او د ائتلاف پر شریکانو به باور وکړي.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د اوسني صدراعظم شهباز شریف د ورور نواز شریف په ګډون چې درې ځله صدراعظم شوی، د شریف کورنۍ د فساد او د غیر قانوني پيسو د قانوني کولو له بې حسابه تورونو سره مخ شوې ده او حمزه شریف هم نشي‌ استثنا کیدای.

د شریف کورنۍ دا تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې ددغو تورونو تر شاه سیاسي انګیزه پرته ده.

ځوان شریف په داسې حال کې د پنجاب د اعلي وزیر په توګه ټاکل کیږي چې تر دې څو ورځې مخکې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوتو زوی بیلاول بوتو زرداري د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګمارل شو. بیلاول ۳۳ کاله عمر لري او په نړۍ کې تر ټولو ځوان د بهرنیو چارو وزیر دی.

XS
SM
MD
LG