د لاس رسي وړ اتصالات

بلاول بوټو زرداري د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر وټاکل شو


بلاول بوټو د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر
بلاول بوټو د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر

د پاکستان نوي حکومت د «خلکو ګوند/پیپلز پارټي» مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان د بهرنیو چارو د نوي وزیر په توګه وټاکه.

بلاول بوټو د پاکستان د بهرنیو چارو۳۷م وزیر شو چې تر دې دمه د دغه هېواد تر ټولو ځوان [۳۳ کلن] وزیر ګڼل کېږي. په پاکستان کې د خلکو ګوند په ګډون یو شمېر ګوندونو د یو لوی ایتلاف له لارې د عمران خان حکومت ړنګ کړ.

بلاول بوټو د پاکستان د ولسمشر عارف علوي په لاس نن چهارشنبه اپریل ۲۷ (غوايي اوومه) د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

بلاول بوټو د پاکستانۍ د پخوانۍ صدراعظمې بينظیر بهوټو زوی دی او کورنۍ یې په پاکستان کې پراخ سیاسي اغیز او مخینه لري. د ده نیکه ذوالفقار علي بوټو هم د پاکستان صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر و.

تر ښاغلي زرداري مخکې د عمران خان په حکومت کې شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و، هغه هم د ښاغلي زرداري ټاکل ښه ګام بللی. کارپوهان وايي چې د ښاغلي زرداري د کورنۍ سیاسي اغیز او مخینې ته په کتو، هغه د دې صلاحیت لري چې له نورو هېوادونو سره د پاکستان بهرنۍ اړیکي ښي کړي.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي دي چې حکومت یې ژمن دی له ټولو هېوادونو سره د پاکستان روابط ښه کړي. ښاغلي شریف په خاص ډول له امریکا سره د اړیکو په ښه کولو ټېنګار کړی.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي چې نوموړي ویلي دي چې «پاکستان د امریکا سره هیڅ رقم دښمني نه شي زغملی او د امریکا په شمول ټولو اتحادي او ملګرو هیوادونو سره به دخپلو هغو اړیکو ښه کولو هڅې کوي چې د پخواني حکومت د ځینو غلطو بهرنیو تګلارو له امله» خرابې او زیانمنې شوي دي.

څو ورځې مخکې د پاکستان پارلمان مخکني صدراعظم عمران خان ته د عدم اعتماد رایه ورکړه او د هغه حکومت یې ړنګ کړ، نوموړي سیاسي ګوندونه تورن کړل چې د امریکا په همکارۍ یې د هغه د حکومت نسکور کړی دی، خو امریکا او د پاکستان سیاسي ګوندونو دا تور رد کړی دی.

سیاسي ګوندونه تور لګوي چې عمران خان خپلې ژمنې عملي نه کړې او د پاکستان اقتصاد یې هم خورا خراب کړ.

XS
SM
MD
LG