د لاس رسي وړ اتصالات

شهباز شریف د پاکستان نوی صدر اعظم شو 


شهباز شریف
شهباز شریف

د پاکستان قومي اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري۲۲) د دغه هېواد د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف د پاکستان نوی صدر اعظم وټاکه.

د ملي اسمبلۍ مشر ایاز صادق وویل چې ښاغلي شریف ۱۷۴ رایې وګټلې او صدراعظم وټاکل شو. د عمران خان په ضد د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو ایتلاف ښاغلی شریف دغې څوکۍ ته نوماند کړی و او په دې سره هغه د پاکستان ۲۳م صدراعظم شو.

د پاکستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د صدراعظمۍ څوکۍ ته درېدلی و، خو هغه له خپلې کاندیداتورۍ څخه لاس په سر او د ملي اسمبلۍ او له دغو ټاکنو سره یې پریکون او بایګاټ وکړ.

ښاغلي قرېشي د خپلې کاندیداتورۍ څخه د لاس په سر کېدو له اعلان سره سم په ملي اسمبلۍ کې د پاکستان د تحریک انصاف د ټولو غړو د استعفا اعلان هم وکړ.

د امریکا غږ د ډیوې څانګې راپور وايي چې له دغه اعلان سره سم د تحریک انصاف غړي له ملي اسمبلۍ څخه ووتل. تحریک انصاف د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې شاوخوا ۱۳۳ غړي لري.‌

د پاکستان ملي اسمبلي د شنبې په ورځ عمران خان ته د عدم اعتماد رایه ورکړه او هغه یې له صدراعظمۍ څخه لېرې کړ.

د پاکستان ملي اسمبلۍ ۳۴۲ غړي‌ لري چې د صدراعظمۍ څوکۍ ته کاندید باید ۱۷۲ رایې وګټي.

XS
SM
MD
LG