د لاس رسي وړ اتصالات

شهباز شریف د عمران خان پر ځای د پاکستان صدراعظم ټاکل کیږي


شهباز شریف د پاکستان د یو پخواني صدراعظم نواز شریف کشر ورور دی او ۷۰ کاله عمر لري.
شهباز شریف د پاکستان د یو پخواني صدراعظم نواز شریف کشر ورور دی او ۷۰ کاله عمر لري.

ټاکل شوې د پاکستان پارلمان دوشنبه د سیاسي مخالفینو مشر شهباز شریف چې له واکه د غورځول شوي صدراعظم عمران پر ضد د نه باور د رای ګیرۍ د هلو ځلو مشري یې کوله، د هیواد د نوي صدراعظم په توګه د ټاکل کیدو لپاره هغه ته د باور رایې ورکړي.

شهبا شریف چې ۷۰ کاله عمر لري، د پاکستان د پخواني صدراعظم او سابقه لرونکي سیاستوال نواز شریف کشر ورور دی او د واک څخه د عمران خان د لیرې کیدو نه پس یې په ملي اسامبلې کې ځان د صدراعظمۍ مقام ته کاندید کړ.

مبصرین چې د پاکستان چارې څاري وایي ډیره توقع ده چې شهباز شریف به د صدراعظم کیدو لپاره په ملي اسامبلې کې په کافي اندازه رایې وګټي.

شهباز شریف کلونه کلونه د وګړو له پلوه د پاکستان تر ټولو د سترې صوبې پنجاب والي و او د اغیزمن مدیر په توګه شهرت لري.

د پاکستان د نوي صدراعظم لپاره به تر ټولو سترې ستونزې د هیواد مالي بحران او د شیانو د بیو د لوړیدو چاره کول وي چې پخوانی حکومت یې په حل کولو کې پاتې راغلی و. او په بهرنۍ پالیسۍ کې به یې د متحده ایالاتو سره د اړیکو بیرته رغول وي.

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د واک په وروستو شپو ورځو کې چې د نه باور د رای ګیرۍ موضوع تر بل هر وخت توده شوې وه، په متحده ایالاتو یې تور ولګاوه چې د سیاسي مخالفینو تر شا ولاړه ده او د نه باور رای ګیرۍ ته یې هڅوي خو متحده ایالاتو ویلي چې دا ادعاوې هیڅ ریښتینولي نلري.

شهباز شریف هم د متحده ایالاتو پر ضد د عمران خان په نظریو مخالفت څرګند کړی و او په مالي توګه په واشنګټن د پاکستان اتکا ته په اشارې یې په یوې تازه تلویزیوني مرکې کې ویلي و، "سوالګر انتخاب کوونکی نه وي".

د پاکستان ملي اسامبله د دوشنبې په ورځ پداسې حال کې شهباز شریف ته د صدراعمظۍ لپاره رایې ورکوي چې ټاکل شوې یوه محکمه ښاغلی شریف او د هغه زوی د پیسو د سپینولو په یوې قضیې کې مجرم اعلان کړي.

سره لدې چې په سیمه ایزو مطبوعاتو کې ویل شوي چې ښایي په محکمې کې به دا قضیه وځنډول شي خو شیخ رشید احمد چې د عمران خان په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر و، د یکشنبې په ورځ یې په یوې مظاهرې کې خلکو ته وویل، "دا د پاکستان لپاره شرم دی چې داسې یو څوک چې ټاکل شوې سبا ته مجرم اعلان شي، خو د دې پر ځای هغه د صدراعظمۍ سوګند کوي".

خو شبهاز شریف دا تورونه ردوي او وایي چې د سیاسي ملحوظاتو په خاطر کیږي.

د ۱۹۴۷ کال راپدیخوا چې پاکستان آزاد شوی، تر اوسه هیڅ یو صدراعظم پکې خپله پنځه کلنه واکمني نده پوره کړې او عمران خان د دې هیواد لومړنی صدراعظم شو چې د عدم اعتماد د رای ګیرۍ پر اساس د واکه لیرې کیږي.

په همدې حال کې عمران خان له واکه څخه خپل لېرې کېدل د پاکستان د استقلالیت په ضد د بهرنیانو یوه دسیسه ګڼلې ده.

ښاغلي خان یکشنبه په انګلیسي‌ او اردو ژبو په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «پاکستان په ۱۹۴۷ کې یو مستقل دولت شو؛ خو د یوې بهرنۍ دسېسې په وړاندې د رژیم د تغیر په ضد د ازادۍ مبارزه نن بیا پیل شوه. دا د یو هېواد وګړي وي چې تل د خپل حاکمیت او دموکراسۍ څخه دفاع کوي.»

سیاسي ګوندونو د هغه د لېرې کېدو لپاره ایتلاف کړی و، خو ښاغلي خان له ولسمشر څخه وغوښتل چې ملي اسمبلي منحل کړي چې د هغه د لېرې کېدو لپاره په پارلمان کې رایه اچوونه ونشي، همداسې وشول.

خو د اسمبلۍ له منحل کېدو وروسته، سترې محکمې د سیاسي مخالفینو او حکومت له خوا د قضیې له اورېدو وروسته دا کار غیر قانوني وباله او اجازه یې ورکړه چې په پارلمان کې باید د عمران خان د عدم اعتماد لپاره رایه اچوونه وشي.

ښاغلي خان د مخالفتونو له کبله دا رایه اچوونه ځنډول شوې وه، خو دوو سرچېنو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د پوځ له مشر جاوید قمر باجوه سره د عمران خان له ملاقات وروسته په پارلمان کې رایه اچوونه وشوه

XS
SM
MD
LG