د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي


د کاناډا د بریټیش کولمبیا په ولایت کې پولیس وایي یو وسله وال دوشنبه جولای ۲۵ (زمري۳) په خلکو ډزې کړي، لږ تر لږه ۲ تنه یې وژلي او ۲ نور یې ټپي کړي.

په پیښه کې وسله وال هم وژل شوی.

په سیمه کې د پولیسو مشر غالب بهایاني د پیښې په هکله په خبري کنفرانس کې وویل چې پولیسو مشکوک برید کوونکی په ټپي حالت کې موندلی خو وروسته پرې د پولیسو افسرانو ډزې وکړلې او وې واژه.

پولیسو همدارنګه ویلي چې په ټپي شويو کې یوه میرمن او بل یې نارینه دی. پولیسو زیاته کړي چې د میرمنې روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی ځکه چې په برید کې کاري ټپي شوې.

د پولیسو مشر ویلي چې پلټني روانې دې تر څو څرګنده شي آیا دې وسله وال دا برید یوازې کړی او که نه بل چا هم پکې لاس درلود.

ښاعلي بهایاني زیاته کړه" پلټنې روانې دي خو د ټولو نښو نښانو څخه معلومیږي چې بل چا پکې لاس نه درلود او عامو خلکو ته کوم ګواښ نشته".

د پولیسو د معلوماتو له مخې دې وسله وال د بریټیش کولمبیا د لینګلي د ښار ګوټي په پنځو بیلا بیلو ځایونو کې په خلکو ډزې کړي.

که څه هم چې ویل کیږي وژل شوي او ټپي شوي کسان هغوي دي چې د اوسیدو لپاره ځای نلري خو پولیسو تر اوسه نده تائید کړې چې د وسله وال هدف به همدا بې کوره خلک و.

پولیسو د بریدګر او هغوي چې په برید کې وژل شوي او ټپي شوي پیژندګلوي کړې خو پدې هکله یې معلوماتو د مطبوعاتو سره ندي شریک کړي. پولیسو یوازې همدومره ویلي چې بریدګر سپین پوستی کاناډایي و.

د متحده ایالاتو په پرتله په کاناډا کې د وسله وال تشدد پیښې چې ګڼ شمیر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، لږې دي ځکه چې پدې هیواد کې د وسلو د تر لاسه کولو لپاره شرایط ډیر سخت دي. په کاناډا کې یوازې هغوي وسله درلودی شي چې د اخیستو لپاره یې جواز ولري.

په کاناډا کې د ډله ایزې وژنې یوه تر ټولو ناوړه پیښه په ۲۰۲۰ کال کې هغه وخت وشوه چې یو وسله ۱۰ تنه ووژل. پدې هیواد کې مسؤلین وایي سره لدې چې د متحده ایالاتو په پرتله وژنې کمې دي خو تر څنګ یې دا هم وایي چې دا ډول پیښې مخ په زیاتیدو دي.

XS
SM
MD
LG