د لاس رسي وړ اتصالات

شپږیزه: د مس عینک اتلانو، بند امیر ښاماران په ۹ منډو مات کړل


دا په شپږیزې کې د مس عینک دویمه بریا او د بند امیر دویمه بایلودلې لوبه ده.
دا په شپږیزې کې د مس عینک دویمه بریا او د بند امیر دویمه بایلودلې لوبه ده.

د شپږیزې لیګ د شپږم پړاو په درېمه ورځ نن چهارشنبه دوه لوبې وشوې، چې لومړۍ لوبه د مس عینک او بند امیر لوبډلو تر منځ وشوه چې مس عینک په ۹ منډو وګټله او دویمه د سپین غر زمریانو او کابل بازانو لوبډلو تر منځ وشوه چې دا لوبه په ۱۷ منډو د کابل بازانو وګټله.

دا په شپږیزې کې د مس عینک دویمه بریا او د بند امیر دویمه بایلودلې لوبه ده.

د لوبې پچه د مس عینک اتلانو وګټه او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

د مس عینک اتلانو لوبډلې کې توپوهونکي نور علي ځدران او رحمن الله ګربز د شپږیزې په تاریخ کې دویم لوی هدف یعنې د ۱۳۴ منډو اوږده ملګرتیا وساتله.

یادې لوبډلې په شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې.

تر ټولو ډېرې منډې (۷۷ منډې) نور علي ځدران وکړې.

د ۱۹۳ هدف پوره کولو لپاره د بند امیر لوبغاړي په دویمې پاڼۍ کې میدان ته شول. خو په شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۳ منډې وکړې او لوبه یې بایلوده.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نور علي ځدران خپله کړه.

له بلې خوا د نن ورځې په دویمه سیالۍ کې د کابل بازانو او د سپین غر زمریانو لوبډلو سره سیالي وکړه چې د ۱۷ منډو په توپیر یې د سپین غر زمریانو ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د کابل بازانو وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

د کابل بازانو په شلو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې وکړې خو هېڅ لوبغاړي پنځوسیزه ونه کړه.

د ۱۳۰ منډو هدف پوره کولو لپاره د سپین غر زمریان دویمه پاڼۍ پیل کړه. یادې لوبډلې په ۱۹،۵ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل خو ۱۱۲ منډې یې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی د کابل بازانو غړي کریم جنت ته ورکړل شوه. جنت خپلې لوبډلې ته ۴۵ منډې او ۲ ویکټې واخیستلې.

په شپږیزې کې تر اوسه دا د کابل بازانو دویمه بریا او د سپین غر زمریانو دویمه بایلودلې لوبه ده.

په پام کې ده چې سبا پنجشنبه لومړۍ د امو نهنګان او بند امیر ښاماران او دویم د بوست ساتونکي د کابل بازان لوبډلې سره سیالۍ وکړي.

XS
SM
MD
LG