د لاس رسي وړ اتصالات

شپږیزه: امو نهنګانو لوبډلې کابل بازانو ته ماتې ورکړه


د ځدراڼ په هیټریک امو نهنګانو په ۴ منډو بریا ترلاسه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د ځدراڼ په هیټریک امو نهنګانو په ۴ منډو بریا ترلاسه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د شپږیزې کرکټ لیګ د شپږم پړاو په لسمې لوبې کې نن شنبه د کابل بازانو او امو نهنګانو لوبډلو سره سیالي وکړه، چې کابل بازانو په څلورو منډو لوبه امو نهنګانو ته وبایلله.

د لوبې پچه د کابل بازانو وګټله او لومړۍ یې ټوپ اچونه وکړه.

د امو نهنګانو لوبغاړو په شلو اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې جوړې کړې.

د امو نهنګانو لوبغادي ابراهیم ځدراڼ په روانې شپږیزې کر تر ټولو ډېرې ۹۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کابل بازانو په دویمې پاڼۍ کې ښه توپ وهنه وکړه.

لوبه په اخري شېبو کې ډېره جالبه شوه. په وروستي اورو کې ابراهیم ځدران توپ اچونه وکړه، درې لوبغاړي یې پر له پسې وسوځول او په سږنۍ شپږیزې کې یې لومړی هټریک خپل کړ.

د ځدراڼ په هیټریک امو نهنګانو په ۴ منډو بریا ترلاسه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د شپږیزې په روان لیګ کې دا لومړی ځل و چې د کابل بازانو ماتې وخوړه.

له دې مخکې د کابل بازانو درې پر له پسې بریاوې خپلې کړې وې.

امو نهنګانو بیا څلور لوبې کړي چې دوه یې بایللي او دا یې دویمه بریا وه.

XS
SM
MD
LG