د لاس رسي وړ اتصالات

شپږیزه کرکټ لیګ کې به محدود نندارچیان میدان کې وي


د افغانستان کرکټ بورډ د کروناویروس د مخنیوي لپاره ډېرو نندارچیانو ته اجازه نه ورکوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د کروناویروس د مخنیوي لپاره ډېرو نندارچیانو ته اجازه نه ورکوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د راروان شپږیزې کرکټ لیګ کې به محدودو نندارچیانو ته د لوبو د لیدلو اجازه ورکړل شي.

تېره میاشت دغې ادارې ویلي وو چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نشي کولی د شپږیزې اوم پړاو د نندارچیانو په شتون کې ولمانځي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼې کې راغلي‌ دي چې د عامې روغتیا وزارت: "د لوبغالي د ظرفیت په تناسب ۳۰ سلنه نندارچیانو ته د روغتیايي سپارښتنو د مراعتولو په شرط د لوبو لیدلو ایجازه ورکړل شوه."

کرکټ بورډ وايي چې پر ټولو نندارچیانو ماسک وېشي، تر منځ یې دوه متره ټولنیز واټن پرېږدي او په ازاده فضا کې به لوبې ننداره کړي.

په پام کې ده چې د شپږیزې اووم پړاو راتلونکې اونۍ پيل شي.

د بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، د کابل بازان، د امو نهنګان، د سپین غر بازان او د مس عینک اتلان هغه شپږ لوبډلې دي چې د دغه لیګ په ۱۹ لوبو کې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي.

خو له دې سره سره افغانستان کې اوس هم د کرونا ویروس د بیا خپرېدو اندېښنه شته.

د عامې روغتیا وزات د معلوماتو پر بنسټ یوازې تیره ورځ د کرونا ۲۲ مثبتې پېښې دغه هېواد کې ثتبې شوي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د خورېدو وروسته تر دې دمه څه باندې ۳۸ زره مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG