د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ افغانانو ته د ژوند نوې هیله ورکړه- غني 


د افغانستان د کرکټ شپږیزه لیګ اوم پړاو پیل شو
د افغانستان د کرکټ شپږیزه لیګ اوم پړاو پیل شو

ولسمشر محمد اشرف غني افغان کرکټ لوبغاړي‌ وستایل چې نړیوالو ته یې د خپل هېواد مثبت تصویر وړاندې کړی دی.

ښاغلي غني د شنبې په ماښام سپتمبر۵ (وږی۱۵) په کابل کې د شپږیزه کرکټ لیګ په پرانیستونکې غونډه کې وویل چې د کرکټ لوبغاړي د افغانستان استازي‌ او سفیران دي.

هغه وویل: «یو ټیم چې لا شل کلن نه دی لسو غوره ټیمونو ته ورسېده. تاسو چې سل کلن شئ څه به کوئ؟ تاسو د افغانستان داستان یاست، تاسو هغه داستان یاست چې هر افغان په کې خپل ځان ویني.تاسو هر ځوان ته (د ژوند) یو بدیل ورکړ، هغه ځوان چې ناهیلی و، تاسو ورته هیله پیدا کړه.»

ښاغلي غني د افغانستان د کرکټ ملي‌ لوبډلې تېرو تجربو او بریاو ته په کتو وویل چې باید داسې ګډ کار او ګډه تجربه د افغانستان په نورو برخو کې هم ترلاسه شي.

ولسمشر غني د کرکټ بورډ سره ژمنه وکړه چې ژر به په کابل کې ورته د «نوي سټېډیوم» لپاره ځمکه هم مشخصه کړي.

په دغې غونډه کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم و. هغه هم د کرکټ لوبغاړي وستایل چې د ددغې لوبې له لارې ملي یوالي‌ته کار کوي.

دا اول ځل و چې د افغانستان د کرکټ‌ په داسې لیګ کې د دغه هېواد ولسمشر او مرستیال ګډون او وینا کوي.

شپږیزه کرکټ لیګ شل اوریز تجارتي ‌لیګ دی چې د افغانستان د ملي لوبغاړو سربېره د داخلي کلبونو سلګونه لوبغاړي هم په کې ګډون کوي. دا د شپږیزه کرکټ ‌لیګ اوم پړاو دی چې سبا په کابل کې پيلیږي او شپږ لوبډلې په کې دي.

XS
SM
MD
LG