د لاس رسي وړ اتصالات

سیگار په افغانستان کې د مخدره موادو ضد مبارزه ناکامه وبلله


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانگړی سرمفتش یا سیگار د پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه ناکامه ده.

جان سوپکو چې په واشنگټن ډي سي کې یې د "نوې امریکا" په تحقیقاتي مرکز کې خبرې کولې وویل چې افغانستان لاهم په نړۍ کې د اپینو ستر تولیدونکی هیواد دی.

ښاغلي سوپکو چې د سیگار ۲۲۳ پاڼې رپوټ یې وړاندې کاوه وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د ٢٠٠٢ میلادي کال راهیسې ٨،٦ میلیارد ډالر په افغانستان کې د مخدره توکیو ضد مبارزې لگولي دي، خو دغه مبارزه نده "بریالۍ" شوې.

ښاغلي سوپکو ټینگار وکړ چې د مخدره توکیو پر ضد مبارزه په ځانگړې توگه په جنگ ځپلو سیمو کې اسان کار ندی. هغه وویل چې د ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۱۷ میلادي پورې هیڅ یو پروگرام د دې سبب ندی شوی چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په پرله پسې توگه راکم کړي.

ښاغلي سوپکو د کوکنارو د کښتونو د نړولو چارې غیر موثرې وگڼلې او وویل چې په هغو سیمو چې کوکنار نړول شوي وو پرمختیایي پروگرامونه پلي نشول.

ښاغلي سوپکو همداشان وویل په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل پروگرامونه اکثر "ډیر زیات لنډ مهاله" وو او دغو هڅو ونشو کړای چې پدې هیواد کې د کوکنارو بدیل کښت رامنځ ته کړي.

جان سوپکو چې په واشنگټن ډي سي کې یې د "نوې امریکا" په تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر وخت
جان سوپکو چې په واشنگټن ډي سي کې یې د "نوې امریکا" په تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر وخت

دغه لوړپوړي امریکایي مقام وویل چې یواځې په ٢٠١٧ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ٢٠١٦ کال په پرتله شاوخوا ٦٣ فیصده زیات شو او په مجموعي توگه ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار وکرل شول چې د اټکل له مخې ورڅخه ښایي ۹۰۰ تټنه "د صادراتو وړ هیروئین" تولید شوي وي.

د سیگار پدغه نوي خپور شوي رپوټ کې راغلي چې اوس وخت د کوکنارو کښت په افغانستان کې ٥٩٠ زره بشري قوی ته "دوامداره بوختیا" رامنځ ته کړې ده. د هغه په وینا دغه بشري قوه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شمیر په پرتله اوچته ده.

سیگار د مخدره توکیو په وړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ په پلي کولو کې د افغانستان د حکومت کړنې "ورو" وگڼلې او زیاته یې کړه چې د نړیوال پرمختیا لپاره د امریکا اداره یا USAID په پام کې نلري چې په افغانستان کې د مخدره توکیو ستونزې د حل لپاره نوي پروگرامونه طرحه کړي او هغه په موثره توگه پلي کړي.

د مخدره توکیو پر ضد مبارزه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانگړی سرمفتش همداشان وویل چې د مخدره توکیو تولید او تجارت اوس هم په هغه هیواد کې د یاغیگرۍ د تمویل او د اداري فساد د پراخیدو منبع ده. هغه وویل چې "د کوکنارو د تجارت گټه ددې سبب شوه چې د حکومت په فساد کې د ښکیلو مقاماتو، د مخدره توکیو د قاچاقبرانو او د یاغیانو ترمنځ اتحاد رامنځ ته شي."

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ویلي دي چې په افغانستان کې د یاغیانو شاوخوا ٦٠ فیصده مالي منابع د هغه هیواد د مخدره توکیو له درکه تمویلیږي.

په افغانستان کې میشتو بهرنیو پوځیانو د طالبانو د مالي منابعو د قطع کولو لپاره په څو تیرو میاشتو کې د طالبانو د "مخدره توکیو په لابراتوارونو او د پروسس په مرکزونو" باندې په ځانگړې توگه په هلمند کې هوایي بریدونه کړي دي.

خو ښاغلي سوپکو ددغو حملو موثروالي ته د شک په سترگه گوري او وایي چې " وخت به یې ثابته کړي چې آیا دغه لاره موثره ده" او که د هغې په وینا د کلیوالو او د افغان حکومت ترمنځ به واټن نور هم زیات کړي.

ښاغلي سیگار ټینگار وکړ چې که د امریکا متحده ایالات او د افغانستان حکومت نه شي کولای "د مخدره توکیو سرطان" په هغه هیواد کې له منځه یوسي لږ تر لږه باید هغه راکم کړي او دغه کار هغه وخت په حقیقت بدلیدای شي چې امنیت ښه شي او د افغانستان د اړتیاو په اساس رښتینې ستراتیژي طرح او پلې شي.

XS
SM
MD
LG