د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ژباړونکو ته د امریکا ځانکړو ویزو پروګرام تمدید شو


US Afghan translators
US Afghan translators

د ۲۰۲۰م کال لپاره افغان ژباړونکو ته۴۰۰۰ ویزې منل شوي دي.

سناتورې جین شاهین وویل چې د امریکا د متحدو ایالتونو کانګرس هغو افغان ژباړونکو او افغانانو ته چې په افغانستان کې د امریکا په پروژو کې کار کوي، د ځانګړو ویزو د ورکولو پروګرام بیا هم وغځوه.

د ځانګړو کډوالو د ویزې پروګرم له څو کلونو راهېسې پيل شوی دی چې له دې لارې لسګونه زره افغانان امریکا ته راغلي دي.

سناتورې جین شهین له امریکايي ځواکونو سره په کار بوخت افغان ژباړونکو ته د مۍ په میاشت کې د ۴۰۰۰ نورو ویزو لایحه کانګرس ته وړاندې کړې وه.

د هغې دا وړاندیز د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزرات او بهرنیو عملیاتو د لګښتونو په لست کې هم شامل و چې د کانګرس کمېټې منلې و.

کانګرس د ۲۰۱۴ نه راهیسې د ۱۴۵۰۰ افغانانو درخواستونه تصویب کړي دي، خو د جمهور رئیس ټرمپ ادارې ویلي وو چې د یوې بودیجوي مقررې له مخې یې د ۲۰۱۹ کال له بودیجې څخه یې د څلور زره ویزو پیسې کمې کړې دي، چې اوس بیا ومنل شوې.

له ۲۰۰۱ کال راهېسې لسګونه زره امریکايي ځواکونو په افغانستان کې په ماموریت بوخت دي چې زرګونه افغانان ورسره د ترجمانانو او فرهنګي مشاورانو په توګه کار کوي.

دغو ترجمانانو ته ځکه د امریکا د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکول کیږي چې وايي له امریکايي ځواکونو سره په کار کولو افراطي ډلې یې د وژلو ګواښونه کوي او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG