د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار او خوست کې د ملي اردو ۸ سرتیري وژل شوي ـ دفاع وزارت


بلخوا دفاع وزارت تیره شپه په خوست او لوګر ولایتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د ۲۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
بلخوا دفاع وزارت تیره شپه په خوست او لوګر ولایتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د ۲۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي په ننګرهار ولایت کې له طالبانو سره نښته کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت نن جمعه سپتمبر۱۱(وږې۲۱) په خپرې کړي اعلامیې کې ویلي چې دغه نښته تېره شپه ۱:۳۰ دقیقې د یادولایت د شېرزادو ولسوالۍ د «ګندمک» په سیمه کې شوې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: «د نښتې په ترڅ کې متاسفانه، د ملي اردو ۶ تنه سرتیري شهیدان شول او ۵ ته ټپيان شوي دي.»

د یو بل خبر له مخې دفاع وزارت ویلي چې تېره شپه په خوست کې د ملي اردو د یو سرتیري د واده په مراسمو کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر سایکل چاودنې له امله د ملي اردو دوه سرتیري او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دفاع وزارت زیاته کړې چې په دغه چاودنه کې یو بل د ملي اردو سرتیر او ۱۲ ملکیان ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې په دغه نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا دفاع وزارت وايي تیره شپه په خوست او لوګر ولایتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د ۲۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

ملي اردو او طالبانو ته دغه تازه مرګ ژوبله پر داسې مهال اوړي چې ټاکل شوې سبا په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

XS
SM
MD
LG