د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې شپږ برمته شوي ملکي کسان خوشې شوي


چارواکي وایي چې دا شپږ تنه دوه ورځې وړاندې د سیدکرم په ولسوالۍ کې وسله والو تښتولي وو
چارواکي وایي چې دا شپږ تنه دوه ورځې وړاندې د سیدکرم په ولسوالۍ کې وسله والو تښتولي وو

چارواکي وايي، چې په پکتيا کې د وسله والو طالبانو له لوري دوه ورځې مخکې برمته شوي شپږ تنه ملکي وګړي تېره شپه راخوشي شول.

د پکتيا د والي وياند نقيب الله اتل امريکاغږ ته وويل، دغه کسان د سه شنبې په ماښام د سيدکرم ولسوالۍ د باډم کندې په سيمه کې په دوو موټرو کې له لويې لارې له حکومت سره د دندو په شک ګرځول شوي وو.

هغه زياته کړه، برمته شوي کسان ټول ملکي وګړي دي، چې د ولايتي ادارې د هلو ځلو په نتيجه کې پرته له کومو نظامي عملياتو راخوشي او خپلو کورنيو ته رسيدلي دي.

نقيب الله اتل هغه خپاره شوي راپورونه هم رد کړل، چې ګني د تښتول شويو شمېر دوولس او سيمه ييز پوليس وو. هغه زياته کړه، دغه کسان په حکومت اوبل هيڅ کوم ارګان کې دندې نه لري.

د پکتيا د سيدکرم ولسوال نيازمحمد خليل امريکاغږ ته وويل، چې ياد ملکي وګړي د قومي مشرانو په منځګړيتوب پرته له کومې معاملې راخوشي شول.

بل طرف طالبانو د يادو کسانو د تښتونې د مسووليت اخيستو ترڅنګ ادعا کړې وه، چې دوولس سيمه ييز پوليس يې نيولي دي، خو طالبانو د يادو کسانو د خوشي کېدو په اړه تراوسه څه ندي ويلي.

XS
SM
MD
LG