د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې په یوه کلیسا کې یو بریدګر درې تنه په چاقو ووژل


فرانسوي مقاماتو ویلي چې د نیس ښار په یوه کلیسا کې یو بریدګر درې تنه په چاقو وژلي دي.

دغه برید چې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم ۸) وشو په تیرو دوو میاشتو کې په فرانسه کې درېیم برید دی د شارلي ایبدو په مجله کې د اسلام پیغمبر ته د منسوب کارتون د بیا ځلي خپریدو وروسته رامنځ ته کیږي.

په نیس کې د پنجشنپې د ورځې بریدګر په نوتردام کلیسا باندې د برید وروسته د پولیسو له خوا ټپي او په روغتون کې بستر شو.

د پولیسو دوو مقاماتو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، وویل ګمان کیږي چې دغه بریدګر په یواځې ځان برید کړی او پولیس د نورو بریدګرو په لټه کې ندي.

د نیس ښار ښاروال کریستین استروسي د BFM تلویزیون ته وویل چې دوه ښځې او یو نارینه په دې برید کې وژل شوي دي. هغه وویل: "هغه ( بریدګر‌) په پرله پسې توګه د الله اکبر نارې وهلې، حتا له ټپي کیدو وروسته هم."

د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په جنوب کې د اوینیون په ښار او د سعودي عربستان په جده ښار کې د نورو بریدونو رپوټونه هم ورکړل شوي، خو څرګنده نده چې دغه بریدونه سره تړاو لري که نه.

د فرانسې د پولیسو یو مقام وویل چې د اوینیون ښار په جنوب کې د پنجشنبې په ورځ یو وسله وال سړی وروسته له هغې چې د وسلې ایښودلو ته حاضر نشو د پولیسو له خوا ووژل شو.

د سعودي عربستان دولتي اژانس هم رپوټ ورکړی چې یو تن په جده ککې د فرانسې د قونسلګرۍ پر ساتونکي په چاقو برید کړی دی او هغه یې ټپي کړی دی. بریدګر له حملې وروسته ونیول شو.

د فرانسې د مسلمانانو شورا د نیس ښار برید غندلی او ددې هیواد له مسلمانانو څخه یې غوښتي چې د اسلام د پیغمبر د مولود ددې اونۍ له جشنونو څخه د «قربانیانو او خپلو عزیزانو سره د غمشریکۍ او پیوستون» لپاره ډډه وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د اسلامي دولت سخت دریځو د چهارشنبې په ورځ د یوې ویدیو په خپرولو سره پر فرانسې باندې د نویو بریدونو کولو غوښتنه کړې ده.

پدې وروستیو ورځو کې د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون وروسته له هغې په فرانسه کې په جنجالي موضوع واوښت چې د یو ښوونځي ښوونکي د بیان د ازادۍ د موضوع د تدریس پر وخت زده کوونکو ته د اسلام پیغمبر ته منسوب کارتون وښود.

بیا یو زده کوونکي ددغه ښوونکې سر پرې کړ. د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون، دغه پیښه وغندله او د بیان د ازادۍ په عنوان یې د اسلام د پیغمبر د کارتونو له خپرولو ملاتړ وکړ.

په یو شمیر اسلامي هیوادونو کې سیاستوالو او نورو شخصیتونو د فرانسې جمهور رئیس باندې سخت انتقادونه وکړل او د فرانسوي محصولاتو د تحریم کولو غږ یې وکړ.

XS
SM
MD
LG