د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: مکسیکو سره د دیوال جوړول د مجرمینو مخه نیسي


د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ
د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ

د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په یوې ټلویزیوني وینا کې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال په جوړیدو ټینګار وکړ.

هغه پرون ماښام ملت ته په وینا کې په سرحد کې د بشري او ملي امنیتي کړکیچ تصویر وړاندې کړ او دیموکراتان ېې ګرم وبلل چې د دیوال جوړیدو ته بودیجه نه ورکوي.

جمهور رئیس وویل تر هغه به فدرال حکومت تړلي پاتې شي څو چې د دیوال د جوړیدو لپاره یې پنځه اعشاریه اوه میلیارده ډالر نه وي ترلاسه کړي.

ډانلډ ټرمپ وویل" امنیتي کارکوونکو په تیرو دوو کلونو کې۲۶۶ زره بهرنیان چې جرمي سابقه لري نیولي دي. په دې کې سل زره په تیریو تورن او یا محکوم شویدی. دیرش زره په جنسي تیريو او څلور زره ۲په متشدد قتل تورن شوي دي."

خو دیموکراتانو د جمهور رئیس تر وینا لږ وروسته سمدلاسه ځواب ورکړ. دیموکراتو مشرانو وویل، دوی د حکومت د بیرته پرانیستلو لپاره یوه لایحه تصویب کړه خو جمهور رئیس رد کړه.

دیموکرات سناتور چک شومر وویل" موږ د غوسې او هوس پر بنا حکومت نه کوو، هیڅ ولسمشر باید میز په سوک ونه وهي او هر څه په خپله خوښه ونغواړي او که دا کار ونشي نو حکومت تړي او په میلیونونه کسان د وسیلې په توګه په کارولو سره زیانمن کوي."

د کانګرس مشره نانسي پلوسي وايي جمهور رئیس ټرمپ د ډیرې لیوالتیا له امله امریکايي مالیه ورکوونکي اړ باسي چې په میلیاردونو ډالر په ډیر قیمته او غیر مفید دیوال ضایع کړي.

دیموکراتان غواړي د سرحد د امنیت لپاره یو اعشاریه درې میلیارده ډالر ورکړي خو جمهور رئیس ټرمپ د دیوال لپاره ۵.۷ میلیارده ډالر غواړي.

نانسي پلوسي او چک شومر وايي په سرحد کې ددیوال د جوړیدو پرځای کیدای شي چې د نورو اقداماتو تر څنګ تر ډیره د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته، د قاچاق وړونکو او مجرمینو مخه ونیول شي.

ډیرو شنونکو داسې فکر کاوه چې جمهور رئیس ټرمپ ممکن بیګاه شپه په ملي کچه بیړنی حالت اعلان کړي خو داسې ونشول او جمهور رئیس وویل دی به د چهار شنبې په ورځ هم له دیموکراتانو سره خبرو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG