د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي په سرحد به د دیوال لپاره بیړنی حالت اعلانوي


ولسمشر ټرمپ نن د فرورۍ په ١۴ د ٢٠١٩ کال بودیجه پداسې حال کې لاسلیک کړله چې په بودیجې کې د مکسیکو په سرحد د دیوال لپاره پیسې نه دې ټاکل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرورۍ په ١۴ ژمنه وکړه چې د مکسیکو سره په سرحد د دیوال د جوړولو لپاره به بیړنی حالت اعلان کړي.​

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز، وویل چې ښاغلي ټرمپ د دولت د بودجې د طرحۍ د لاس لیک تر څنگ څو نور فرمانونه هم لای لیک کوي چې ددې جملې نه یو یې د اضطراري حالت اعلان دی چې په سرحدونو کې "د بشري کړکچ وضعیت او ملي امنیت" ته پاملرنه وشي.

د امریکا د کانگرس دموکراتې مشرې نانسي پلوسي د جمهور رئیس ټرمپ پدې اقدام باندې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې که بېړنی حالت اعلانیږي نو په امریکا کې د وسلې نه په استفادې تاوتریخوالی په لومړیتوبونو کې راځي.

رسنیو رپوټ ورکړی چې د امریکا د کانگرس مخکښو غړو موافقه کړې ده چې د دولت د ادارو د بندولو مخنیوی وشي. ددې موافقې له مخې سرحدي دیوال ته ١،۴ میلیارد ډالره ځانگړي شوي دي.

د امریکا کانگرس د نوي کال بودیجه د ولسمشر ټرمپ د مکسیکو د دیوال لپاره د پیسو ورکولو پرته تصویب کړله.

پدې اقدام سره کیدای شي ولسمشر ټرمپ د دیموکرات گوند سره په یوې بلې لانجې اخته شي. دیموکراتان وایي چې که ولسمشر ټرمپ دغه ډول اقدام وکړ نو هغوي به محکمې ته ولاړ شي.

ولسمشر ټرمپ د دیوال لپاره د کانگرس نه د ٥.٧ ملیارده ډالرو غوښتي چې په دی مسله د امریکا د فډرالي حکومت ځینې برخې د څه دپاسه یوې میاشتې لپاره بندې شوی وې.

XS
SM
MD
LG