د لاس رسي وړ اتصالات

داسې موبایل تیلیفون چې چارجولو ته اړتیا نلري


د بارسلونا په نړیوال نندارتون کې نندارې ته ایښودل شوی د موټورولا موبایل تلیفون
د بارسلونا په نړیوال نندارتون کې نندارې ته ایښودل شوی د موټورولا موبایل تلیفون

د هسپانیا په بارسلونا کې دا اونۍ د موبایل تیلیفونونو په نړیوال نندارتون کې ډیر پام داسې تیلیفونونو ته اوښتی چې لږ چارج وغواړي او زیات کار ورکړي.

د ځیرکو موبایل تیلیفونونو له عصري کېدو سره ددغو تلیفونونو ډیری کاروونکي د خپلو تلیفونونو په دوامداره توګه د چارجولو له اړتیا څخه ناخوښ دي.

د فاریسټر په نوم د ټکنالوژۍ د څېړنو موسسې شنونکي تامس هسن وویل: "[د موبایل تلیفونونو] ټول جوړونکي په دې لټه کې دي چې ښه فعالیت لرونکي بطرۍ ولري. فکر کیږي چې په دې برخه کې موږ وروسته پاتې یو او زیات پرمختګ ته اړتیا ده."

د موبایل تیلیفونونو په برخه کې پرمختګ ددې لامل شوی چې ډیری د تلیفونونو ماډلونه له یو بل سره لږ توپیر لري، او د هسن په خبره، د رقابت دپاره بطرۍ هغه برخه ده چې د موبایل جوړونکي کولی شي"له خپلو سیالانو وړاندې شي."

له هغه راهیسې چې موبایل تیلیفونونه د ۲۰۰۰ په لسیزه کې په لومړي ځل بازار ته وړاندې شول، د بطریو په برخه کې یې د پام وړ پرمختګ شوی. د بیلګې په توګه ځینې تلیفونونه اوس کیبل ته له اړتیا پرته چارج کیدای شي. خو کتونکي وايي، په دې برخه کې د لا زیات پرمختګ دپاره اړتیا لیدل کیږي.

په همدې لړ کې، د چین د ټکنالوژۍ یو شرکت د جنوري په میاشت کې اعلان وکړ چې د موبایل تلیفون داسې بطرۍ یې جوړه کړې چې په اتومي انرژۍ چلیږي او چارجولو ته له اړتیا پرته ۵۰ کاله کار ورکوي.

د بیټاولټ په نوم دغه بیجینګ میشتې شرکت وايي، دغه بطرۍ د یوې سکې په اندازه ده چې پکې د نیکل-۶۳ ایسوټوپونه ځای پر ځای شوي دي.

دا په نړۍ کې د موبایل تلیفونونو لومړنۍ بطرۍ چې په اتومي انرژۍ چلیږي.

د بیټاولټ شرکت چې د بارسلونا په نندارتون کې برخه نلري، وايي دا بطرۍ د ازمونې په پړاو کې ده او دا یې نه دي ویلي چې کله به بازار ته وړاندې شي.

په بازار کې د موجودو اوسنيو زیاتره موبایل تلیفونونو بطرۍ له لیتیمو جوړې شوي دي چې ډیر زیات دوام نه کوي او د تقاضا له زیاتېدو سره یې قیمت هم لوړ شوی دی.

له همدې کبله، د چین د موبایل تلیفونونو جوړونکي "هانر" شرکت وايي، د خپل تازه جوړ شوي ماجیک-۶ تلیفون په بطرۍ کې یې د لیتیم پر خای د سیلیکان کاربن کارولی چې په ۴۰ دقیقو کې بشپړ چارجیږي او تر نورو سیالیو موبایل ماډلونو زیات دوام کوي.

د سامسنګ شرکت هم ویلي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې داسې موبایل تیلیفونونه بازار ته وړاندې کوي چې بطرۍ یې منجمدې (solid-state) او لږ چارج ته اړتیا لري.

د اپل شرکت چې تېر کال د موبایلونو د پلور د اندازې له مخې، تر سامسنګ وړاندې شو، وايي په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵ پورې د ایفون بطرۍ پخپله تولید او پرمختګ په کې رامنځته کړي.

تراوسه زیاتره د موبایل جوړوونکو شرکتونو د خپلو تلیفونونو بطرۍ په دریمګړو شرکتونو جوړولې

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG