د لاس رسي وړ اتصالات

د اپل شرکت ایفون ۱۵ ځیرک موبایل معرفي کړ


د اپل شرکت د سپټمبر پر ۱۲ نېټه (وږي ۲۱) خپل نوي محصولات له هغه ډلې، ایفون ۱۵ ځیرک موبایلونو معرفي کړل چې ګړندي‌ پراسسر، غوره کامرې او د چارج لین یې نوی بڼه لري.

د ایفون‌۱۵ د مخکتنې مراسمو کې چې د اپل په مرکزي دفتر د امریکا د کالیفورنیا په کوپرتیوی ښار کې جوړه شوې وه، د ایفون ۱۵ څلور ماډلونه: ایفون‌۱۵ساده ماډل، ایفون ۱۵‌پلس، ایفون ۱۵‌پرو او ایفون ۱۵‌ پرو مکس ماډلونه معرفي شول.

د ایفون ۱۵ ځیرک موبایل د پخواني ماډل (ایفون۱۴) سره د پام وړ بدلون نلري، خو یوازینې بدلون پکښې دا دی پراسسر او کامرې یې بدلون موندلی دی.

همدا راز د نوي‌ ماډل ایفونو په بیو کې هم ډیر د پام وړ بدلون نه تر سترګو کیږي. د بیلګې په توګه د ایفون‌۱۵ساده ماډل بیه د هغه میموري ته په کتو سره ۸۰۰ او د ایفون‌ ۱۵پلس بیه ۹۰۰ ډالره دی. پداسې حال کې چې د ایفون‌۱۵‌پرو له ۱۲۸ګیګابايټ میموري سره ۱۰۰۰ ډالره او د ایفون‌۱۵ پرو مکس بیه چې ۲۵۶ ګیګابایټه میموري ولري، ۱۲۰۰ ډالره دی.

ټول نوي ماډلونه به د روان سپټمبر میاشتې له ۲۲مې ڼېټې څخه د اپل په پلورنځیو کې د لاسرسي وړ وي. همداشان په انلاین بڼه دغه نوي ځیرک موبایلونو سفارش د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۱۵) څخه پیلیږي.

په ورته وخت کې ، یو بل لوی بدلون چې اپل د سه شنبې په ورځ اعلان کړ، د ایفون‌۱۵ او وروسته نسل ماډلونو د چارجر لینونه دي.

اپل تر دې دمه د ایفون ځیرک موبایلونو د چارج لپاره ددغه شرکت د ځانګړي لین څخه ګټه اخیستله، خو اوس مهال یې پریکړه کړي چې د اروپايي قوانینو سره سم، د USB-C لین څخه کار واخلي،‌کوم چې په پراخه کچه په ای مک کمپوټرونو او آی پډ کې کارول کیږي.‌

خو له دې ټولو سره سره د اپل د نوي محصول د معرفي کیدو په مراسمو کې تر ډیره د ټکنالوژۍ د نورو شرکتونو په شان د محصول د ګزینو په معرفي کیدو تمرکز وشو او په یو ډول په ځیرکو ټیلیفونونو کې د اساسي نوښتونو سرعت کم شوی دی.

دا یو له هغو دلایلو دی چې خلک غوره ګڼي له خپلو زړو موبایلونو څخه د ډیر وخت لپاره کار واخلي او په وروستیو کلونو کې د یاد محصول خرڅلاو کم شوی دی.

د یادولو وړ ده چې د ایفون‌۱۵ نوی ماډلونه به په سپین، تور، شین او ژیړ رنګونو کې بازار ته وړاندې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG