د لاس رسي وړ اتصالات

د سامسنګ نوی موبایل د تلیفون کوونکو د خبرو هم‌مهاله ژباړه کوي


د مصنوعي هوښ (AI) په مرسته د تلیفون کوونکو د خبرو هم‌مهاله ژباړې وړتیا به د سامسنګ په ګېلکسي تلیفون کې اضافه کړل شي.
د مصنوعي هوښ (AI) په مرسته د تلیفون کوونکو د خبرو هم‌مهاله ژباړې وړتیا به د سامسنګ په ګېلکسي تلیفون کې اضافه کړل شي.

د جنوبي کوریا د سامسنګ بریښنايي سامان الاتو جوړوونکی شرکت وايي، داسې ګرځنده تلیفون جوړوي چې په مختلفو ژبو د ګړېدونکو تلیفون کوونکو خبرې یو بل ته په هم مهال ډول وژباړي.

دغه شرکت د جمعې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) وویل چې د مصنوعي هوښ (AI) په مرسته د هم‌مهاله ژباړې وړتیا به د سامسنګ په ګېلکسي تلیفون کې اضافه کړل شي.

ټاکل شوې ده چې دغه تلیفون د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې بازار ته وړاندې شي.

سامسنګ په نړۍ کې د موبایل تلیفونونو تر ټولو ستر شرکت دی چې د روان کال د جولای تر سپتمبر پورې یې د ټولې نړۍ پنځمه برخه موبایل تلیفونونه پلورلي دي.

د ټکنالوژیکي وسایلو د بازار څارونکې ادارې "مارکیټ ټراکر کاونټرپواینټ" د معلوماتو په اساس، د موبایل تلیفونونو د پلور پر اساس، اپل شرکت له سامسنګ وروسته دوهم مقام لري چې په همدې موده کې یې د نړۍ ۱۶ فیصدي تلیفونونه پلورلي دي.

د سامسنګ شرکت یو ویاند وویل چې ګېلکسي تلیفونونه به "د تلیفون کوونکو خبرې په هم مهاله توګه په متن او غږیز ډول ژباړي." ویاند زیاته کړه، دا چې دا تلیفون به په کومو ژبو د ژباړې وړتیا ولري، تراوسه د سامسنګ شرکت تصمیم ندی نیولی.

سامسنګ ویلي، دا نوی تلیفون به د نورو شرکتونو د تلیفونونو د لرونکو سره د تماس پر وخت د هم مهاله ژباړې وړتیا ولري.

د سامسنګ په اعلامیه کې ویل شوي چې د هم مهاله ژباړې وړتیا کارول به په دغه نویو تلیفونونو کې "داسې اسانه وي لکه د تلویزیون کتونکي چې د تلویزیون پر پردې د خبرو لیکلې بڼه (closed caption) فعالوي." او د تلیفون کاروونکي به ددې توان ولري چې خصوصي مکالمات په تلیفون کې خوندي کړي.

د سامسنګ مسئولینو ویلي چې د مصنوعي هوښ په مټ د نورو پرمختللو تلیفونونو په جوړولو کار روان دی او په پام کې لري چې د مصنوعي هوښ سیستم په خپلو راتلونکو ټولو تلیفونونو او نور سامان الاتو کې کې اضافه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG