د لاس رسي وړ اتصالات

واورو په پاکستان کې شاوخوا ۱۰۰ تنه مړه کړي


د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې واوره

په پاکستان کې چارواکي وایي چې له تېرو څو ورځو راهېسې د دغه هېواد په ځینو برخو کې سختو واورو او یخنۍ لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه کړي دي.

ډېر کسان د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې تر واورو لاندې شوي او مړه شوي دي. د پاکستان د کړکیچ د مخنیوي ملي اداره وایي چې یوازې ۷۶ کسان د کشمیر د نیلیم په درې کې مړه شوي.

د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې واورو د پاکستان په ځینو نورو برخو کې هم شاوخوا ۲۴ تنه مړه کړي دي. وايي په کشمیر کې ښايي د تلفاتو شمېر لا زیات شي. لږ تر لږه ۹۴ نور کسان ژوبل شوي دي.

په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې ډېر یې تر واورو لاندې شوي. د واورو ښوییدو په پېښو کې لسګونه کورونه هم زیانمن شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د کشمیر په مرکز مظفر اباد کې په روغتون کې د ځینو ټپیانو لیدو ته ورغلی و.

د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي چې ښايي هوا نوره هم یخه او واورې نورې هم زیاتې شي. د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ښوونځي تړل شوي او ډېرې لویې لارې هم بندې دي.

XS
SM
MD
LG