د لاس رسي وړ اتصالات

وروستنی اسیایي ټیم هم د روسیې د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام نه حذف شو


د بلجیم د ټیم دوهم ګول
د بلجیم د ټیم دوهم ګول

د نړیوال جام د دوشنبې د ورځې په لوبو کې یو سرګرم کوونکې او له ګولونو ډکه لوبه د بلجیم او جاپان د ټیمونو ترمنځ وه.

دغه لوبه چې ۳ – ۲ د بلجیم ټیم وګټله یوه خورا هیجاني او سرګرمونکې لوبه وه چې په نتیجه کې یې د جاپان ټیم د اتو ټمیونو پړاو ته له تللو محروم شو.

د جاپان ټیم د زیات شمیر کارپوهانو په اند له تمې پرته د لوبې په ۷۰ دقیقو کې د بلجیم ټیم ته دوه ګولونه ورکړل او داسې بریښیدل چې اروپایي ټیم بلجیم به له لوبو حذف شي او بالاخره یو اسیایي ټیم به وکړای شي چې د نړۍ د اتو بهترو ټیمونو په ګروپ کې لوبه وکړي.

خو د لوبې په وروستیو شلو دقیقو کې بلجیم خپلو حملو ته زور وکړ او درې ځلې یې د جاپان دروازه پرانستله.

د بلجیم دریم ګول چې د یوې خورا چټکې حملې نتیجه وه د لوبې په وروستیو ثانیو کې ووهل شو، بلجیمیانو چې د مساوي کیدو او د لوبې د اوږدیدو هیله یې درلودله پدې ګول بریالیتوب ترلاسه کړ.

خو پاتې دې نه وي چې د جاپان ټیم تر ډیره دفاعي لوبه خپله کړې وه او یواځې د حملو ضد حملو نه یې ګټه اخیستله او دوه ډیر ښکلي ګولونه یې ووهل په ځانګړې توګه د جاپان د مهاجم تاکاشي اینوی ګول چې له لرې نه یې شوت کړ.

البته د فوټبال کارپوهانو د جاپان ګولکیپر ډیر ستایلی دی، ځکه هغه درې داسې شوتونه وګرځول چې ګول کیدل یې حتمي برښیدل.

د جاپان ګولکیپر د یو بیساري فعالیت پر وخت
د جاپان ګولکیپر د یو بیساري فعالیت پر وخت

د برازیل او مکسیکو لوبه

د دوشنبې د ورځې لومړۍ لوبه د برازیل او مکسیکو ټیمونو ترمنځ وه. دا لوبه دوه د صفر په مقابل کې برازیل وګټله.

مکسیکو چې د جرمني ټیم یې د روسیې د نړیوال جام په لومړي پړاو کې کور ته ولیږه په لومړیو شیبو کې ښه لوبه وکړه، خو بالاخره د برازیل او نړۍ مشهور لوبغاړي نیمار وکړای شول د مکسیکو دروازه په نښه کړي او د لوبې لومړی ګول ووهي.

د ۲۰۱۸ کال د روسیې د نړیوال جام په ترڅ کې د سه شنبې د ورځې (جولای ۳) لوبې د انگلستان او کلمبیا او همداشان د سویدن او سویس د ټیمونو ترمنځ دي.

XS
SM
MD
LG