د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ۷ سرتیري په ځانمرګي برید کې وژل شوي ؛ یوې نوې جوړې شوې وسله والې ډلې یې د کولو ادعا کړې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پاکستان د پوځ مقاماتو نن د مارچ ۱۶ (کب ۲۶) وویل چې د دغه هېواد اووه سرتېري هغه مهال ووژل شول چې شپږو بریدګرو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا برید د شنبې په سهار وختي د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې شوی دی.

په خبرپاڼې کې ویل شوي چې "ترهګرو له چاودیدونکو توکو ډک یو موټر د یوې پوستې سره ټکر کړ او ورپسې څو ځانمرګي بریدونه وشول چې د ودانۍ د یوې برخې د نړېدو لامل شول" چې په نتیجه کې پنځه سرتیري ووژل شول.


د خبرپاڼې له مخې، د ډزو په تبادله کې د پوځ یو ۳۹ کلن ډګرمن او یو ۲۳ کلن تورن وژل شوی دی.

د پاکستان د پوځ په وینا په دې جګړه کې ټول شپږ تنه برید کوونکي وژل شوي دي خو دا یې ندي ویلي چې وسله وال د کومې ډلې غړي و.

شمالي وزیرستان او نورې پخوانۍ قبایلي سیمې له ډېرې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو مرکزونه بلل کېدل. خو په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل او بیا یې ادعا وکړه چې دغه سیمې یې له سخت دریځو پاکې کړې دي.

شنونکي وايي، په قبایلي سیمو کې له پخوا څخه سخت دریځې موجود وو، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته هغوی نور هم زړور شوي دي.

د جیش الفرسان محمد په نامه یوې وسله والې ډلې چې تازه جوړه شوې، ادعا کوي چې په پاکستاني سرتیرو د برید هغوي کړی.

د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی او د وژل شویو سرتیرو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

تر دې وړاندې د پاکستان په پوځ او امنیتي ځواکونو د دې ډلو بریدونو د کولو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ کوله.

اسلام اباد وايي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې خپل بریدونه پلانوي، خو افغان طالبان وايي، هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG