د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیايي رسنۍ چې مېرمنې یې پر مخ بیايي


په سومالیا کې د بیلن په نامه د مېرمنو له لوري رامنځ ته شوې رسنۍ د ښځو په اړه د سومالیايي ټولنې دودیز لیدلوری او توقعات ننګوي.

بیلن په سومالیايي ژبه کې د ډېوې بلولو ته وايي. سره له دې چې ددې رسنۍ کارکوونکې د چارواکو د ننګولو او ټولنیزو باورونو په وړاندې د درېدلو له امله ګواښل کېږي او د چپولو هڅې یې کېږي، خو بیا هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د بیلن رسنۍ د متني څانګې مشره فاطې محمد احمد وايي، ځینې خلک په دې باور دي چې دا ښځینه خبري رسنۍ د دوی د کلتور مخالفه ده. هغه زیاتوي: "دا د خلکو عقیده ده او د خلکو ذهنونه بدلول ډېر ګران کار دی. خو یوازې د مېرمنو لخوا د یوې رسنۍ چلول، ممکن کار دی."

د بیلن رسنۍ ژورنالیستانې د روغتیا، کرنې، د مېرمنو د ژوند په اړه مطالبو، جنسي ازار، کورني تاوتریخوالي، او هغو مسایلو په ګډون چې په ټولنه کې تابو ګڼل کېږي، پر بېلابېلو موضوعاتو کار کوي او په خپلو خپرونو کې یې نغاړي.

ددې رسنۍ د متني څانګې عمومي مشره نسرین محمد ابراهیم وايي، رسنۍ یې د سومالیايي د ټولنې پر مهمو ورځینو مسایلو تمرکز کوي. هغه زیاتوي: "دا هغه موضوعات دي چې زموږ خلکو ته په نظر عادي ورځي خو په اصل کې یې سمه پلټنه نه وي شوې. کله چې وڅېړل شي او رسنیز پوښښ ورکول شي، بیا يې ښايي موږ د راتلونکې لپاره حل لارې ومومو."

د بیلن کارکوونکي وايي دوی ثابته کړې ده چې ښځې یوازې د خبرونو لوستل نه بلکې د خپرونو په تولید او تخنیکي برخو کې هم کار کولی شي.
د بیلن کارکوونکي وايي دوی ثابته کړې ده چې ښځې یوازې د خبرونو لوستل نه بلکې د خپرونو په تولید او تخنیکي برخو کې هم کار کولی شي.

د بیلن خبري پوښښ د جنسیتي مساوات پر موضوع هم تمرکز کوي. دې رسنۍ د نعیمې حسن په نامه د سومالیې د پایتخت موګادیشو د یوې اوسېدونکې سره په ټیکنالوژۍ کې د مېرمنو د ونډې په هکله مرکه کړې وه. هغه وايي: "زه په دې ډېره خوشحاله یمه چې سومالیا د مېرمنو په مشرۍ خبري ډله لري. دوی د سومالیايي مېرمنو پر موضوعاتو تمرکز کوي. او دا موږ ډېرې هڅوي چې د سومالیا د مېرمنو د نورو استازو په توګه د هغو تجربو او موضوعاتو په اړه چې موږ ورسره مخامخېږو خبرې وکړو."

دا مهال په بیلن رسنۍ کې ډېرې نورې مېرمنې د پردې تر شا په تخنیکي برخه کې هم کاري زمینې پیدا کوي. ددغې رسنې یوه ژورنالیسته فریحه مراد وايي، د سومالیا ډېرې رسنۍ فکر کوي چې ښځینه ژورنالیستانې باید یوازې خبرونه ولولي.

هغه زیاتوي: "خو دلته مېرمنې ثابتوي چې دوی ټولې تولیدي چارې ترسره کولای شي. او دې کار نورې مېرمنې هم هڅولې دي چې پر ځان باور پیدا کړي؛ چې دوی کولای شي عکاسي وکړي، ایډیټ یې کړي، او له تخنیکي اړخه خبرونه چمتو کړي."

د ننګونو سره سره، د بیلن رسنۍ ښځینه کارکوونکې وايي چې خنډونه به دوی له خپله کاره پر شا نه کړي او دوی به د خپلو مینه والو د خوښې په نظر کې نیولو سره، خپلې خپرونې وغځوي.

XS
SM
MD
LG