د لاس رسي وړ اتصالات

یوه افغانه د ټایمز مجلې د کال «د ښځو» په لست کې شامله ده


Zahra Joya
Zahra Joya

افغانه خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله زهرا جویا د ټایمز مجلې د کال «د ښځو» په کتار کې راغلې او پېژندل شوې ده.

د میرمن جویا تصویر د دغې مجلې په لومړي مخکې خپور شوی او لیکل شوي دي‌ چې هغه او ۱۱ نورې ښځې « د لا برابرې نړۍ» لپاره کار کوي. دا امتیاز هغو ښځو ته ورکول کیږي چې د ښځو د حقونو لپاره یې ځانګړې مبارزه اوفعالیت کړی وي.

د زهرا جویا سره د هالیووډ وتلې ستورې او د ښځو د حقونو فعالې انجیلینا جولي مرکه کړې ده. جویا د طالبانو له راتګ وروسته، له افغانستان څخه وتلې او اوس د خپلې کورنۍ له ځينو غړو سره په لندن کې اوسیږي.

نهه وېشت کلنه زهرا جویا وایي چې د طالبانو په اولې دورې کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) دا پنځه کلنه و او هغه وخت د نجونو ښوونځي تړل شوي وو،‌ مګر هغې به د هلکانو جامې اغوستې او ښوونځي ته به تلله، «زما نوم محمد و او ځينې خپلوان مې اوس هم محمد بولي».

وايي په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته،‌ هغه راښکاره شوه، له ښوونځي وروسته پوهنتون ته ولاړه او بیا خبریاله شوه. وايي: "زما پلار څارنوال و او ما هم غوښتل چې څارنواله شم، خو بیا «خبریاله شوم او لس کاله مې په دې برخه کې کار وکړ».

هغه وايي چې په ۲۰۲۰ کې یې د «رخشانه» په نوم خپل دفتر پرانیست، وايي رخشانه هغه ۱۹ کلنه نجلۍ وه چې طالبانو په ۲۰۱۵ کې سنګسار او ووژله، جویا وايي د شرکت نوم یې د هغې په نوم کړ چې یاد یې تل پاتې شي.

نوموړې ویلي دي چې کله چې خبریاله شوه، په دفتر کې یې ښځې کمې وې او هلته ورسره دا فکر پیدا شو چې باید ښځینه خبریالانې وروزل او ډېرې شي.

مېرمن جویا وایي چې له طالبانو سره د امریکا تړون کې د ښځو غوښتنې ډېرې په پام کې نیول شوې نه وې او «اوس ټولو افغانو ښځو خپل حقونه، ازادي او هیله له لاسه» ورکړي دي.

له نوموړې پوښتل شوې چې د افغان ښځو سره د مرستې لپاره باید نړیواله ټولنه څه وکړي، هغې ویلي دي: «هغوی باید په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي او تر څو پورې چې طالبانو د ښځو حقونه خوندي کړي نه وي، نړیواله ټولنه دې یې حکومت په رسمیت نه پېژني.»

نوموړې په دې مرکې همدغه راز ویلي‌ چې دا خبره غلطه ده چې طالبان «بدل شوي دي،هغوی یوه افراطي او بنسټپاله ډله ده. هغوی په بشري حقونو باور نلري... هغوی خبریالان شکنجه کوي او پولیسې وژني.»

نوموړي زیاته کړې ده چې د طالبانو له راتګ وروسته «معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی» نشته او «موږ نوره اجازه نلرو چې خبریالي» وکړو.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او بیا یې خپل موقت حکومت اعلان کړ چې یوه ښځه یې هم په کابینه کې نشته. له ځینو مشخصو او محدودو ادارو پرته یې په ټولو حکومتي ادارو کې د ښځو په کار او سیاسي فعالیت بندیز ولګوه او ځینې هغې ښځې یې هم ونیولې او د څه وخت لپاره یې زنداني کړې چې د خپلو حقونو لپاره یې په کابل کې مظاهرې کړې او په ښځو باندې یې د طالبانو بندیزونه غندلي وو.

نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو لپاره د نورو مسائیلو تر څنګ یو شرط دا اېښي دی چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي، طالبان وايي د «شرعیت په چوکاټ» کې د ښځو د حقونو درناوی کوي.

XS
SM
MD
LG