د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام کې جنوبي افریقا بنګله دېش ماتې ورکړه 


دا په روان نړیوال جام کې د جنوبي افریقا څلورم بری و
دا په روان نړیوال جام کې د جنوبي افریقا څلورم بری و

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې جنوبي افریقا د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم دوهمه) بنګله دېش ته د ۱۴۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د جنوبي افریقا لوبغاړي ډي کاک ۱۷۴ او هینریک کلاسن ۹۰ منډې وکړې او بنګله دېش ته یې د ۳۸۳ منډو هدف وټاکه.

خو بنګله دېش ۲۳۳ منډې وکړې او په ۴۷ اورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. د بنګله دېش لوبغاړي محمدالله ۱۱۱ منډې وکړې.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی د جنوب افریقا ډي کاک شو. لوبه د هند په ممبۍ کې وه.

دا په روان نړیوال جام کې د جنوبي افریقا څلورم بری و. جنوبي افریقا تر اوسه پنځه لوبې کړې او یوه لوبه یې بایللې ده. هالنډ ماتې ورکړې ده.

افریقا په دې بري سره د لسو لوبډلو په جدول کې تر هند وروسته په دویم مقام کې دی. هر بری دوې نومرې لري. هند خپلې پنځه واړه لوبې ګټلې دي.

دا د بنګله دېش پنځمه لوبه او څلورمه ماتې وه. په دې ماتې سره بنګله دېش د جدول وروستۍ لوبډله شوه.

افغانستان تېره ورځ پاکستان ته په ماتې ورکولو سره په جدول کې شپږم ځای لري. افغانستان پنځه لوبې کړې چې درې یې بایللې او دوې یې ګټلې دي.

سبا چهارشنبه د هالنډ او استرالیا لوبه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG