د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا کې روباټ یو انسان وژلی


د انسان دغه وژونکی روباټ د جنوبي کوریا د زراعتي محصولاتو په یوه فابریکه کې کار کوي.
د انسان دغه وژونکی روباټ د جنوبي کوریا د زراعتي محصولاتو په یوه فابریکه کې کار کوي.

د جنوبي کوریا په یوې فابریکې کې یو روباټ یو سړی هغه مهال وواژه چې پر هغه یې د کارتنونو ګومان وکړ چې ددې روباټ له خوا لیږدول کیدل.

د یونهاپ خبري اژانس د راپور په اساس، پېښه د یونګسانګ جنوبي ایالت د زراعتي محصولاتو د پروسس په یوه فابریکه کې هغه مهال رامنځته شوه چې وژل شوي کس د دغه روباټ پرزې معاینه کولې.

دا کس ۴۰ کلن وو او د روباټ جوړولو یو شرکت ته یې کار کاوه.

په فابریکه کې د یاد روباټ دنده له ځمکې څخه د مرچو ډکو کارتنونو پورته کول او د مالونو د لیږدولو پر متحرکه پټه یې ایښودل وو.

یونهاپ اژانس د پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې د تخنیکي عوارضو په خاطر، روباټ په وژل شوي کس د کارتن ګمان کړی و.

په خبر کې ویل شوي چې روباټ دغه سړی پر متحرکه پټه څملولی او د هغه پر سر او سینه یې فشار راوړی دی.

د خبر په اساس، دغه کس له پېښې وروسته روغتون ته لیږدول شوی او په روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

د مارچ په میاشت کې هم، د جنوبي کوریا یو سړی د موټرو د پرزو جوړولو په یوه فابریکه کې د کار کولو په وخت کې د یو روباټ له خوا د نیول کیدو وروسته سخت ټپي شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG