د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزیرستان کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي


د خیبرپښتونخوا اړوند جنوبي وزیرستان کې په وسله وال برید کې دوه نور پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) د سه شنبې په ورځ اپرېل ۲۶ ویلي چې یاد سرتیري د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې په وسله وال برید کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستاني پوځيانو بریدګرو ته کلک ځواب ورکړی دی.

په جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو د تیرې ورځې برید مسؤلیت پاکستاني طالبانو (TTP) منلی دی.

د امریکا غږ ډېوې څانګې د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې په دغه نښته کې څلور پاکستاني عسکر ټپیان شوي هم دي.

د تیرې دوشنې په ورځ د شمالي وزیرستان په دیواګار سیمه کې هم د وسله والو په برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي و.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د پاکستان د کراچۍ ښار په یو موټر باندې د «ځانمرګي» له امله درې چینایان او یو پاکستانی وګړی ووژل شول.

برید پرون سه شنبه اپریل ۲۶ (غوايي شپږمه) غرمه د کراچۍ پوهنتون چینايي انستیتوت د عملیې په یو موټر شوی چې د راپورونو په اساس شاوخوا ۱۰ تنه په کې سپاره وو.

راپورونه وايي چې په برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او مسئولیت یې د «بلوڅ ازادۍ پوځ» منلی دی.

XS
SM
MD
LG