تحقیق کونکي هڅه کوي چې دا معلومه کړي چې په هسپانیې کې ولي یو اورګاډی د
ریل د پټلۍ څخه واوښتیْ او سپرلیوو ته یې سخت تلفات واړول. په پېښه کې ۸۰ کسه وژل شوي دي او د ۱۴۰ نه زیات خلګ ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د چارشنبې په ورځ د سنتیاګو ډی کمپوستیلا په تاریخي ښار کې رامنځ ته شوه او په تیرو څلویشتو کلونو کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده چې کېږي. په ۱۹۷۲ کال کې ۸۰ کسه د اورګاډي سپرلۍ هغه مهال ووژل شوې چې اورګاډي د بس موټر سره ټکر وکړ.
د بیړني حالت کارکونکو پرون ماښام ټوله شپه کار کوی چې د پیښې نه بچ شوي کسان وژغوري. خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د اورګاډي د ۸ سرو ډبو څخه لوګي آسمان ته پورته کېږي او د انسانانو جسدونه په کمپلونو کې پیچلي د اورګاډي څنګ ته پراته دي.
د ژغورنې عملې د پنجشنبې په ورځ د کرین په مرسته د اورګاډي چپه شوې ډبې انتقال کړې.
د هسپانیې لومړي وزیر ماریانو رجوی چې د سنتیاګو ښار یې پلرنی ښار دی او هلته زېږیدلی دی دغه ښار ته تللی چې د اورګاډي د چپه کېدو پېښه وڅاري.
ټاکل شوې وه چې په دې ښار کې د پنجشنبې په ورځ د نړۍ د ګوټ ګوټ نه عیسویان د زیارت دپاره راسي او د سینټ جیمس د درناوي په کلنیزو مراسمو کې ګډون وکړي، خو د اورګاډي د ټکر له وجې دغه مراسم لغوه شوي دي. سینټ جیمس د حضرت عیسی (ع) شاګرد او پلوی و.