د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ لوبغاړی جېسوال له بې کورۍ څخه د آی پي ایل تر اتلولۍ څنګه ورسېد؟


ياشاسوي جېسوال، د هند د کرکټ لوبغاړی
ياشاسوي جېسوال، د هند د کرکټ لوبغاړی

ياشاسوي جېسوال یو وخت په خیمه کې ژوند کاوه او په لاس ګاډي کې یې خواړه پلورل خو اوس د هند غوره ليګ سياليو (آی پي ایل) تکړه لوبغاړی دی.

د هند د کرکټ دې ۲۱ کلن لوبغاړي د یکشنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوايي ۱۰) په ممبۍ کې له نندارچیانو ډک لوبغالي کې د راجستان رایلز لوبډلې لپاره په ۶۲ توپونو ۱۲۴ منډې وکړې او د لوبې ترټولو غوره لوبغاړی شو.

هغه په ماشومتوب کې د اترپردېش ایالت له یوې غریبې کورنۍ څخه د ښه ژوند په تکل ممبۍ ته تللی و.

د اسټرالیا پخواني توپ وهونکي او د آی پي ایل پخواني روزونکی ټام موډي په ټویټر کې د هغه په اړه لیکلي: "په زړه پورې کیسه یې ده او ځانګړی استعداد لري. یاشاسوي جېسوال د نوي ستوري په لوري روان دی."

د هند د ملي ټیم کپتان روهیت شرما وویل: "هغه رښتیني استعداد لري. په محلي لوبو کې له ځلېدو وروسته اوس په آی پي ایل کې ځان ثابتوي. دا د هغه لپاره، د هند د کرکټ لپاره او د راجستان رایلز لپاره ښه خبر دی."

ددې کیڼ لاسي توپ وهونکي د یکشنبې د ورځې سلیزه نه یوازې د ای پي ایل په روان فصل کې تر ټولو زیاتې منډې دي بلکې له کبله یې ددې لیګ د ۲۰۲۳ د بیټینګ په درجه بندۍ کې هم لومړی مقام ګټلی دی.

نوموړي تر اوسه په روان لیګ کې ۴۲۸ منډې کړي او له ۱۵۹ سټرایک رېټ سره، د سویلي افریقا له فاف ډو پلیسي (۴۲۲ - رایل چیلنجرز بنګلور) او د نیوزیلینډ له پرانیستونکي توپ وهونکي ډیون کانوی (۴۱۴ - چنای سوپر کینګز) څخه وړاندې په لومړي مقام کې ځای لري.

له پکوړو پلورلو تر آی پي ایل مزل

جېسوال ۱۱ کلن و چې له مور او پلار پرته یې ممبۍ ته کډه وکړه. جېسوال په ۲۰۲۰ کې په یوه مرکه کې فرانس پرس ته وویل: "زه به په یوه کرونده کې ویده کېدم، وروسته د خپل تره په کور کې اوسېدم خو ځای ډېر تنګ و او هغه له ما څخه وغوښتل چې د اوسېدو دپاره ځان ته بل ځای پیدا کړم."

هغه وايي چې وروسته د ممبۍ د آزاد میدان لوبغالي ته څېرمه په خیمې کې اوسېده. د ورځې به یې په دغه میدان کې کرکټ کاوه او د خپلو اړتیاو د پوره کولو دپاره به یې د شپې له خوا د سرک ترڅنګ پکوړې پلورلې.

جېسوال وروسته په محلي لوبو کې برخه واخیسته او له دې لارې په ترلاسه کېدونکي عاید به یې د ژوند او کرکټ د تمرین مالي اړتیاوې پوره کولې.

جېسوال په ۲۰۲۰ کې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام تر ټولو غوره لوبغاړی شو.
جېسوال په ۲۰۲۰ کې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

د جېسوال ژوند هغه وخت بدل شو چې د نوموړي ښې لوبې ته د هندي روزونکي جوالا سینګ پام شو او وروسته یې د هغه تر سرپرستۍ لاندې تمرین پیل کړ.

سینګ چې په ملي کچه یې کرکټ کړی، د جېسوال په اړه وايي: "ما په یوشاسوي کې خپل ځان ولید خو هغه لا تراوسه ځوان دی. او فکر مې وکړ چې خدای ماته د ژوند په دوهمه پاڼۍ کې د ښه لوبېدو بل چانس راکړ."

جېسوال په ۲۰۱۹ کې د ممبۍ ایالت په ټیم کې ځای وموند او ترټولو ځوان توپ وهونکی شو چې په ۱۷ کلنۍ کې یې په یوې کورنۍ یوې ورځنۍ لوبه کې له ۲۰۰ څخه ډیرې منډې وکړې.

له جېسوال سره قسمت هغه وخت یاري وکړه کله چې د ۲۰۱۹ کال د آی پي ایل په داوطلبۍ کې د راجستان رایلز له خوا په ۳۳۸ زره ډالر وپېرل شو.

په ۲۰۲۰ کې، جېسوال د هند د ۱۹ کلنو په ټیم کې ترټولو زیاتې منډې وکړې او ددغه کال د ۱۹ کلنو د نړیوال جام تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

د هغه لومړي درې آی پي ایل فصلونه عادي وو، خو سږ کال د انګلنډ د کپتان جوس بټلر سره د پرانیستونکي توپ وهونکي په توګه په لوبو کې ځلېدلی دی.

په ټولنیزو شبکو کې د هغه د یکشنبې سلیزه په ۲۰۰۸ کې ددې لیګ په لومړۍ لوبه کې د کلکتې د ټیم لپاره د نیوزیلینډ د پخواني کپتان برینډن مکولم له ۱۵۸ ناسوځیدلو منډو سره پرتله شوې ده.

XS
SM
MD
LG