د لاس رسي وړ اتصالات

آی پي‌ال کې د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول


راشد خان
راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان د هند د کرکت په مشهور تجارتي لیګ [آی پي‌ال] کې هیټریک وکړ.

هیټریک د کرکټ په اصطلاح کې په دریو پرله پسې توپونو د دریو لوبغاړو سوځولو یا او اوټ کولو ته وايي. راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندي په اساس، د ۲۰ اورونو په نړیوالو

لري.

راشد خان له څو کلونو راهېسې په دغه لیګ کې لوبېږي،‌ خو دا یې لومړی ځل و چې هیټریک یې وکړ. دغه افغان لوبغاړی د کچرات ټایټنز په لوبډلې کې لوبېږي او نن د خپلې لوبډلې کپتان هم و.

نوموړي د کلکتې نایټ رایډرز په خلاف لوبې کې دا کارنامه وکړه. د کلکتې په لوبډلې کې بل افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز هم لوبېږي، خو نن یې یوازې ۱۵منډې وکړې او وسوځېده.

راشد خان د خپل څلورم او وروستي اور په دریو توپونو دې کسان اوټ کړل.

په راشد خان باندې په ټولو څلورو اورونو کې ۲۶ منډې وشوې. راشد خان تر دې دمه د آی پي ال د ۲۰۲۳ کال په روانو سیالیو کې په دریو لوبو کې اته کسان سوځولي دي.

XS
SM
MD
LG