د لاس رسي وړ اتصالات

د آی پي ال سږني سیزن کې پنځه افغان لوبغاړي لوبېږي 


راشد خان تر دې دمه بل هر افغان لوبغاړي په آی پي ال کې ډېر لوبېدلی
راشد خان تر دې دمه بل هر افغان لوبغاړي په آی پي ال کې ډېر لوبېدلی

د هند د کرکټ تجارتي لیګ (آی پي ال) سیالۍ د جمعې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۱) د هند په احمد اباد کې پیلیږي‌ او اوله لوبه یې د «ګجرات ټایټنز» او «چینايي سوپر کېنګز» ترمنځ ده.

په دغه لیګ کې ټولې لس لوبډلې دي چې هره لوبډله به ۱۴ لوبې کوي.

لوبې به د هند په بېلابېلو ښارونو کې کېږي او لوبډلې به دغو ښارونو ته سفرونه کوي. د دغو لوبو پایلوبه د مۍ په ۲۱ په پام کې نیول شوې ده.

د لوبډلو نومونه

دا د آی پي ال لوبو شپاړلسم فصل دی. د آی پي ال د لسو لوبډلو نومونه د هند د ایالتونو او ښارونو نومونه دي: ممبۍ انډینز، کولکته نایټ رایډرز، چینايي سوپر ګینګز، راجستان رایلز، سنرایزر حیدر اباد، لکهنو سوپر جاینټز، ګجرات ټایټنز، رایلز چایلنجرز بنګلور، ډیلي کاپیټلز، او پنجاب ګنګز.

د تېر کال سیالیو اتلولي دګجرات ټایټنز لوبډلې ګټلې وه چې راشد خان او نور احمد لکڼوال هم په کې دي.

افغان لوبغاړي

په دغه لیګ کې، چې د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو لوی تجارتي لیګ بلل کېږي، سلګونه هندي او بهرني مشهور لوبغاړي لوبېږي.

په سږني فصل کې یې د افغانستان پنځه لوبغاړي راشد خان، فضل حق فاروقي، رحمان الله ګربز، نور احمد لکڼوال او نوین الحق هم لوبېږي.

نوین الحق لومړی ځل دی چې دغه لیګ ته لاره کوي. پنځه واړه افغان لوبغاړي هند ته رسېدلي دي.

راشد خان تر نورو افغان لوبغاړو ډېر په دغه لیګ کې لوبېدلی دی او تېر ځل یې په یوې لوبې کې د خپلې لوبډلې مشري هم وکړه.

راشد خان او نور احمد لکڼوال د ګجرات ټایټنز په لوبډلې کې دي. لکڼوال په خپل ټویټر کې دغه لیګ ته د خپل سفر تصویر خپور کړی.

افغانستان څو ورځې مخکې له پاکستان سره د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله او له دغو لوبو وروسته دا لوبغاړې هند ته روان شول.

رحمان الله ګربز د همدغو لوبو په سبا هند ته روان شو او په خپل ټویټر کې یې هم ولیکل.

ګربز د کلکتې نایټ رایډرز په لوبډلې کې دی.

فضل حق فاروقي تېر کال هم له سنرایزر حیدر اباد سره و او سږني سیزن کې هم له دغې لوبډلې سره دی.

د آی پي ال په تېر سیزن کې فضل حق فاروقي یوازې درې لوبې وکړې او ښه وځلېده. خو له هغه لیګ وروسته ده په شل اوریز نړیوال جام او اسیا کپ سیالیو او نورو لیګونو کې هم لوبې وکړې او تجربې یې نورې هم زیاتې شوې.

دا اول ځل دی چې د هند په آی پي ال کې د افغانستان دوه چټ توپ اچوونکي لوبېږي. تر فضل حق وروسته نوین الحق دویم افغان تېز توپ اچوونکی دی چې په آی پي ال کې به د لکهنو سوپر جاینټز لوبډلې ته لوبېږي.

نوین الحق د استرالیا په بګ بش، د انګلنډ په ویټالټي بلاسټ، دوبۍ او نورو تجارتي لیګونو کې هم لوبېدلی او ځلېدلی دی.

د آی پي ال په تېرو فصلونو کې د افغانستان محمد نبي، مجیب الرحمن او ظاهر خان هم وو، خو سږني سیزن ته اخیستل شوي نه دي.

د آی پي ال په لیګ کې هر لوبغاړي‌ ته د لوبو په بدل کې لسګونه او سلګونه زره ډالر ورکول کېږي. دا لیګ په هند کې د کرکټ د ودې تر څنګ، لوبغاړو ته یوه لویه عایداتي منبع هم بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG