د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام درېیمه ورځ؛ سري لانکا اماراتو او هالنډ نمیبیا ته ماتې ورکړې 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په استرالیا کې د کرکټ د شل اوریز جام په روانو سیالیو کې نن سه شنبه اکتوبر ۱۸ (تله ۲۶) دوې لوبې وشوې چې سري لانکا او هالنډ وګټلې.

په لومړۍ لوبه کې سري لانکا متحده عربو اماراتو ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه او بیا یې د اماراتو ټول لوبغاړي په ۷۳ منډو وسوځول او لوبه یې په لوی توپېر سره وګټله.

د سري لانکا په توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې ۷۴ منډې پاتوم نیسانکا وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په دویمې لوبې کې نمیبیا هالنډ ته د ۱۲۱ منډو هدف ټاکلی و چې هالنډ په وروستي اور کې پوره او لوبه یې وګټله.

د هالنډ لوبغاړی باس دي لیدي د لوبې غوره لوبغاړی شو، ده په توپ اچوونې کې د نمیبیا دوه لوبغاړي وسوځول او په توپ وهنې کې یې ۳۰ منډې وکړې.

دا څلور واړه لوبډلې په یوه ګروپ کې دي. هالنډ تر دې مخکې له اماراتو څخه هم لوبه ګټلې وه او اوس د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.

سري‌ لانکا او نمیبیا بیا یوه یوه لوبه بایللې ده او متحده عربو اماراتو دوې لوبې وبایللې. د دې ګروپ څخه به د سر دوې لوبډلې د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو ته داخلېږي چې هلته به د افغانستان په ګډون له ځینو نورو هېوادونو سره سیالۍ کوي.

سبا د ایرلنډ او سکاتلنډ او ویسټ انډیز او زمبابوې ترمنځ لوبې دي.

همدغه راز افغانستان هم له پاکستان سره تمریني لوبه لري. افغانستان تېره ورځ له بنګله دېش څخه خپله لومړۍ تمریني‌ لوبه وګټله او پاکستان بیا په انګلنډ باندې وبایلله.

د نړیوال کپ سیالۍ د اکتوبر په ۱۶ نېټه پیل شوي‌ دي چې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې په کې برخه لري.

XS
SM
MD
LG