د لاس رسي وړ اتصالات

په سریلانکا کې ځانمرگي بریدگر تعلیم یافته او شتمن و


سریلانکایي چارواکي وایي د یکشنبې د ورځې بریدگر چې شاوخوا ٣٥٩ کسان یې ووژل او څه دپاسه ٥٠٠ کسان یې ټپیان کړل، د یوې مبهمې اسلامپالې افراطي ډلې انشعاب شوي غړي و.

ښاغلي ویجې وردینه د چهارشنبې په ورځ (اپریل ٢۴) اندیښنه څرگنده کړه چې ځانمرگو بریدگرو لوړې زدکړې لرلې، او شتمن کسان و. ښاغلي ویجې وردینه چې یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې اند یوه بریدگر په بریتانیې او استرالیا کې لوړې زدکړې کړې وې.

ښاغلي ویجې وردینه زیاته کړه چې د دغه بریدونو مخه نیول کیدای شوای که چېرې استخباراتي مالومات سمو خلکو ته سپارل شوي وای.

د سریلانکا جمهور رئیس میتریپلا سریسینا د هیواد د پولیسو د مشر پوجیت جیاسوندرا او د دفاع وزیر هیماسیري فرناندو څخه غوښتنه کړې چې د امنیتي بې غورۍ له امله له دندې استعفا وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د دریو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د سریلانکا استخباراتو له بریدونو، څو ساعته مخکې له هنده معلومات تر لاسه کړي وو چې سخت دریځې اسلامي ډلې په هېواد کې د بریدونو هڅه کوي.

د سریلانکا ولسمشر وايي، که تر بریدونو مخکې کوم خبرداری تر لاسه شوی هم وي، له ده سره نه دي شریک شوي.

د سریلانکا په نهو ځانمرگي بریدگرو کې چې د اتو هویت مالوم شوی یوه ښځینه بریدگره وه چې د یو بل ځانمرگي بریدگر میرمن وه. دې ښځې هغه مهال ځان او خپلو دوو ماشومانو ته چاودنه ورکړه چې د لومړنیو بریدونو وروسته پولیس یې د پلټنو لپاره کور ته ورغلي و. په دغه چاودنه کې درې پولیس هم ووژل شو.

سریلانکایي چارواکي ادعا کوي چې دا بریدونه په نیوزیلاند کې پر دوو جوماتونو د برید په ځواب کې ترسره شوي دي. خو د نیوزیلاند صدراعظمه جسیندا اردرن ویلي چې د سریلانکا د حکومت له خوا رسماً ورته څه ندي ویل شوي او نه هم استخباراتي مالومات د دې ادعا پخلی کوي.

د سریلانکا چارواکو د جماعت توحید په نوم یوه سیمه ییزه اسلامپاله افراطي ډله د دغو حملو مسؤله بللې وه. خو د داعش ډلې د اتو تنو عکسونه خپاره کړي او ادعا کړې ده چې د سریلانکا بمي برید یې ترسره کړې دي.

په دغه خپور شوي عکس کې چې د نورو مخونه په دستمال پټ شوي په منځ کې د سریلانکا د محلي تندلارې ډلې جماعت توحید مشر ولاړ دی.

داعش د اعماق په نوم پر خپله وېبپاڼه د دې بریدونو د مسؤلیت منلو تر څنګ ویلي، بریدونو کې د داعش پر ضد د ائتلاف د غړو هېوادونو اتباع او په سریلانکا کې عیسویان په نښه شوي.

XS
SM
MD
LG