د لاس رسي وړ اتصالات

د سري لانکا پارلمان د دغه هېواد پخوانی صدارعظم ولسمشر وټاکه


رانیک ویکرمسینګ د سري لانکا نوي ولسمشر

په سري لانکا کې د مخکني ولسمشر ګوتابیا راجاپاکسا له فرار وروسته، د دغه هېواد پارلمان د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (چنګاښ ۲۹) رانیل ویکرمسینګې د نوي ولسمشر په توګه وټاکه.

رانیل ویکرمسینګې شپږ ځلې د سري لانکا د صدر اعظم په توګه دندې ترسره کړي دي.

په پارلمان کې د ۲۲۵ وکیلانو له ډلې ۱۳۴ ښاغلي ویکرمسسینګې ته رایه ورکړه. دوه اتیا نورو وکیلانو بیا پخواني خبریال دولاس الهاپیروما، چې د حکومت په لوړو څوکیو یې دندې ترسره کړې، رایه ورکړه. د کیڼ اړخه ګوند کاندید انورا دیسانایاکي یوازې درې رایې ترلاسه کړې.

د سري لانکا مخکني ولسمشر د هغه په ضد له پرلپسې مظاهرو وروسته له هېواد څخه وتښتېده او بیا یې استعفا اعلان کړه. په سري لانکا کې خلکو د خوراکي موادو او تیلو د بیو د لوړوالي له کبله مظاهرې او د حکومت د مشرانو د استعفا غوښتنې یې وکړې. مظاهره چیان د ولسمشر دفتر ته هم ننوتلي وو.

نوی ولسمشر ویکرمسینګې به د مستعفي ولسمشر راجاپاکسا پاتې موده تیروي او ختموي چې د ۲۰۲۴ د نومبر په میاشت کې پای ته رسېږي.

نوموړی د مۍ په میاشت کې د مخکني صدراعظم له استعفا وروسته صدراعظم وټاکل شو او د پېسو له نړیوال وجهي صندوق سره یې د څو میلیاردي ډالرو په قرارداد باندې هم خبرې وکړي.

خو مظاهره کوونکيو په ده باندې هم انتقاد کاوه او ویل یې چې د مخکني ولسمشر کورنۍ ته نژدې کس دی او د هغه استعفا یې هم غوښتله.

د سري لانکا پارلمان له ۱۹۹۳کال څخه راپدیخوا په لومړي ځل ولسمشر ټاکي. په دغه کال کې پخوانی ولسمشر راناسنګ پريماداسا ترور شوی و او پارلمان په لوی اکثریت سره د هغه وخت صدراعظم ډي.بي ویجیټونګا ولسمشر وټاکه.

د دغه راپور ځینې معلوماتو د اسوشیتډپرۍ او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG