د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې ۲۶۵ زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړل شو؛ چارواکي


د ۲۰۲۱ میلادي کال لومړني کمپاین پر مهال خوست ولایت کې یو ماشوم ته د واکسین تطبیق
د ۲۰۲۱ میلادي کال لومړني کمپاین پر مهال خوست ولایت کې یو ماشوم ته د واکسین تطبیق

د خوست روغتيايي مسؤلين وايي، چې د پوليو واکسين وروستی کمپاین د تېرو نورو کمپاينونو په پرتله ډېر بریالی و او زيات شمېر ماشومان په کې واکسين شول.

د خوست د عامې روغتيا رياست وايي، چې ۲۰۲۱ ميلادي کال په لومړي ملي کمپاين کې شاوخوا ۲۶۵ زره ماشومانو ته واکسين ورسیدل، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۰ ميلادي په وروستي کمپاين کې ۲۵۰ زره ماشومان واکسين شوي وو.

د يادې سرچينې په وينا، له دې کبله چې په ډیرو سيمو کې د پوليو کور په کور کمپاين وشو، صحي رضاکارانو وکړای شول چې خپله د پوښښ ساحه پراخه او ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورسوي.

د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر ګل محمد الدين منګل امریکا غږ ته وويل، چې په يو شمېر سيمو کې په ځانګړې توګه په صبرۍ او يعقوبۍ ولسوالیو کې وسله والو طالبانو د ياد کمپاين تطبيق ته هيڅ اجازه نه ده ورکړی.

هغه وويل: "... د صبریو او يعقوبیو له ولسوالۍ پرته زموږ اکثريت ولسوالۍ واکسين شوي دي. شپاړلس زره هغه ماشومان چې د کورنیو د مخالفت له وجهې له واکسین پاتې شوي هم زموږ د ټيمونو له لوري د پوښښ لاندې راوستل کیږي."

د نوموړي په وینا، چې لسګونه زره ماشومان د کورنيو د مخالفت او ځينو سيمو ته د صحي رضاکارانو د ورتلو د ناشونتيا له کبله د ياد کمپاين پرمهال له واکسين پاتې شوي دي.

ښاغلي منګل زياته کړه، چې د رسنيو، مذهبي او قومي مشرانو او د روغتيايي کارکوونکو له لوري کيدونکي عامه پوهاوي پوليو واکسين ته د خلکو په هڅولو کې مهمه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی زياتوي: "... د قومي مشرانو، علماؤ، رسنيو، ټولنیزې رسنۍ له لاری د عامه پوهاوي کار کيږي. هغه کورنۍ چې مخکې مې وويل چې ۱۶ زره وې، هغوی هم اوس اکثريت واکسينو ته چمتو شوي دي".

د خوست ولايت اوسېدونکی حيات الله له خلکوغوښتنه لري، چې د خپلو ماشومانو روغتيا په نظر کې ونيسي او د ګوزڼ ضد واکسينولو لپاره يې نږدې روغتيايي مرکزونو ته يوسي.

هغه وويل: "... که څوک يې مخنيوی کوي، بايد کوښښ وکړي چې مخنيوی يې ونه کړي، دا واکسين په خپل وخت سره ماشومانو ته ورکړي."

نوموړي زیاته کړه، دغه (مثبتې پېښې) کيدای شي نورې هم زياتې شي، شدت ومومي. ميندو او پلرونو ته دا لازمه ده چې خپل ماشومان په وخت سره واکسين کړي.

د ارقامو له مخې په خوست کې تر ۳۱۵ زره زيات ماشومان چې تر پنځه کلنۍ ښکته عمرونه لري، د ګوزڼ ضد واکسين څاڅکي ورکول کيدل.

خو د ۲۰۱۹ ميلادي کال له اپرېل مياشتې را وروسته چې کمپاينونه له خنډ او ځنډ سره مخ شول، لسګونه زره ماشون د پوليو له واکسين محروم شوي دي.

پوليو دايمي معلولوونکې ويروسي ناروغي ده، چې له يوه انسان څخه بل ته په ډېرې آسانۍ سره انتقالېږي.

د روغتياپالانو په وينا د دې ناروغۍ د مخنيوي يواځنۍ وسيله د ګوزڼ ضد واکسين دی.

XS
SM
MD
LG