د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازو مجلس غړیو سره د افغانستان څخه د وتلو محرم اسناد شریکوي


د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو په هکله پلټنې کوي.
د کانګرس د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو په هکله پلټنې کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس استازو مجلس د بهرنیو اړیکو ټولو غړیو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان څخه د امریکا د وتلو په هکله محرم اسناد وګوري.

د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ مشر مایک مک کال دوشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین سره موافقې ته رسیدلی چې له مخې به یې ددې کمیټې ټولو غړیو ته "مناسب فرصت" برابر شي چې د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو په هکله محرم اسناد وګوري.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د بهرنیو چارو وزارت دا ډول ځانګړي محرم اسناد د کانګرس سره شریکیږي.

پدې اسنادو کې د لومړي لاس هغه معلومات دي چې په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت مامورینو وړاندې تر دې چې امریکا په بشپړه توګه د افغانستان څخه ووځي او دا سفارت وتړل شي، د بهرنیو چارو وزارت ته رالیږلي او دا هم پکې شته چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د هغوي اندیښنو ته څه ډول ځواب ویلی.

د استازو مجلس مشر د ښاغلي بلینکین څخه مننه کړې چې پدې هکله یې خبرې اترې ورسره کړي. په اعلامیې کې ویل شوي چې دې اسنادو ته لاسرسی د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو په هکله د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ د تحقیقاتو لپاره "بې ساری ګام دی" چې ډیره ګډوډي پکې وه او ۱۳ امریکایي سرتیري هم پکې ووژل شول.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې وزیر انټوني بلینکن او د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر خبرې کړي.

په اعلامیې کې د بهرنیو چارو وزارت پخوانی دریځ چې ویلي و د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ ته یې د افغانستان څخه د وتلو په هکله د محرمو معلوماتو لنډیز ورکړی ، وروسته یې د دې کمیټې غړیو سره مجلسونه هم کړي او آن دا چې د دې کمیټې مشر ښاغلي مک کال او بل جګپوړي غړي ښاغلي میکس سره دا ځانګړي محرم اسناد هم شریک کړي.

خو ویاند زیاته کړې چې د دې موضوع د حل لپاره به د کمیټې نورو غړیو ته هم اجازه ورکړل شي چې د بهرنیو چارو وزارت دا ځانګړي اسناد وګوري.

ښاغلي مک کال تر دې وړاندې شکایت کړی و چې د بهرنیو چارو وزارت ورته د افغانستان څخه د وتلو په هکله د تحقیقاتو لپاره ټول معلومات ندي ورکړي.

خو د دې وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پاټیل د مې میاشتې په ۸ مې نیټې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان څخه د وتلو په هکله د کانګرس غړیو ته څو ځله په محرمه توګه او نورو چینلو د لارې کتبي لنډیز ورکړل شوی خو "له بده مرغه د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ بیا هم دا غیر ګټور او غیر ضروري کړنه تعقیبوي".

ښاغلي پاټیل په خبرو کې دا هم وویل چې د کانګرس پوښتنو ته به د "مناسبې څارنې لپاره د معلوماتو ورکول دوام ولري چې وکړای شي خپل کار وکړي خو د بهرنیو چارو د وزارت د مامورینو ضرورتونه به هم په پام کې نیول کیږي".

جمهوري غوښتونکو چې د روان کال په جنوري میاشت کې د امریکا د استازو مجلس اکثریت ترلاسه کړی وایي له افغانستان څخه د تخلیې جنجالي عملیاتو په اړه رونټیا نشته.

د کانګرس دا غړي همدارنګه د متحده ایالاتو په حکومت تور لګوي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله یې بشپړ معلومات ندي ورکړي او ځیني ادارې همکاري هم نکوي.

سره لدې چې سپینې ماڼۍ په ۱۲ پاڼو کې په افغانستان کې د تر ټولو اوږدې جګړې د ختمیدو په تړاو د متحدو ایالتونو د سیاستونو په اړه د څېړنې خلاصه خپره کړه خو د کانګرس جمهوري غوښتونکي چې د افغانستان په اړه د بایډن مدیریت "ناورین" او د رهبري سخته ماته بولي، د حکومت پر څیړنې انتقاد کړی دی.

په راپور کې د بایډن ادارې د افغانستان په اړه د خپلو اقداماتو مسولیت تر ډېره ندی منلی او ویلي یې دي چې د ټرمپ پرېکړو د بایډن انتخاب او اختیار "سخت محدود" کړی و.

XS
SM
MD
LG