د لاس رسي وړ اتصالات

 په هند کې ایالتي ټاکنې

په هند کې نن دوشنبه (مۍ څلورمه) د ایالتي ټاکنو د رایو شمېرل پیل شول.

دا ټاکنې په څلورو ایالتونو کې وشوې او وړاندوینې دا دي چې د لومړي وزیر نرېندرا مودي واکمن ګوند په کې مخکې دی.

په هند کې د ټاکنو د ادارې مسئولینو د تامیل نادو، کرالا، لویدیځ بنګال او اسام ایالتونو د انتخاباتو د رایو شمېرل بشپړ کړي دي.

دا ټاکنې په لویدیځ بنګال کې ډېرې ارزښتناکې بللې کېږي، ځکه چې د مودي واکمن ګوند بهارتیا جنتا هېڅکله په دغه ایالت کې حکومت نه دی کړی، د مودي سر سخت مخالف ماماتا بنرجي درې ځلې په دغه ایالت کې حکومت کړی دی.

تر ټاکنو وروسته نظر پوښتنې ښيي چې ممکن بنرجي په ټاکنو کې ماتې وخوري او په دې سره د ۲۰۲۹ کال تر عمومي ټاکنو مخکې اپوزیسون کمزوری کړی.

ګمان نه کېږي چې د دغو ټاکنو پایلې دې په هند کې دفدرال حکومت په تګلارو کوم اغیز ولري، خو د مودي په مشرۍ د حاکم ایتلاف په اړه د رایه اچوونکو لیدلوري ته په کتو دا نتایج مهم بلل کېږي.

د تامیل نادو په ایالت کې، چې په الکترونیک او موټر جوړولو کې په هند کې مهم صنعتي ایالت دی، د لومړنیو پایلو په اساس «تامیلګاوتری کژاګام» ګوند په کې تر حاکم ایتلاف مخکې دی.

د کرالا په ایالت کې بیا نظر پوښتنې ښيي چې د کانګرس ګوند په مشرۍ اپوزیسیون ایتلاف به د هند کمونیست ګوند (مارکسیست) ته ماتې ورکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG