د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د پرمختګ سره سره د ښځو حقونه نقض کېږي؛ طالبانو له تعلیم او کار څخه منع کړې


ولسمشر بایډن
ولسمشر بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن چهارشنبه مارچ اتمه (کب۱۷) د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل بیان کې ویلي دي چې امریکا د بشري حقونو د حفاظت په سخت کار کې د ښځو او نجونو تر څنګ ولاړه ده.

سپینې ماڼۍ د ښاغلي بایډن په حواله په خپور شوي ‌بیان کې ویلي دي چې د ښځو نړیواله ورځ «زموږ د ورځني ژوند هغه حقیقت ته درناوی دی چې ښځې او نجونې زموږ د ټولنې د هرې برخې په بري او پرمختګ کې ضروري» دي.

په بیان کې ویل شوي‌ دي چې «ښځو او نجونو ته د فرصتونو برابرول د هر کس امنیت، ثبات او سوکالي» ښه کوي.

ولسمشر بایډن زیاته کړې ده چې د ټولنې له نیمایي برخې [ښځو] له موجودیت پرته نا ممکنه ده چې د نړۍ لویو ننګونو او ستونزو ته حل وموندل شي.

هغه د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې تر څنګ دا هم ویلي دي چې له پرمختګونو سره سره بیا هم د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي او له خپلو حقونو څخه محرومې کېږي.

جو بایډن وايي: «موږ یې په افغانستان کې وینو چې طالبانو ښځې او نجونې له ښوونځیو او کار څخه منع کړې دي. په ایران کې یې وینو چې رژیم د ښځو غږ، چې د خپلې ازادۍ لپاره په مېړانې مبارزه کوي، ځپي.»

د نوموړي په خبرو کې همدغه راز د اوکراینۍ ښځو یادونه هم شوې ده چې د روسیې د یرغل په مهال د بشري حقونو او ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته ښځې او نجونې له تعلیم، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي مشارکت څخه منع کړې. طالبان وايي چې د «شرعیت او افغان فرهنګ په اساس د ښځو حقونه» ورکوي، خو نړیواله ټولنه وايي چې د ښځو د حقونو نقض کول په هېڅ اساس د توجیه وړ نه دي.

ولسمشر بایډن ویلي دي چې حکومت یې په نړۍ کې له بېلابېلو ادارو او اجتماعي سازمانونو سره د صحي خدمتونو د برابرولو ترڅنګ د ښځو د اقتصادي ودې او ثبات لپاره ګډ کار کوي.

جوبایډن همدغه راز په امریکا کې هم د ښځو د حقونو او پرمختګونو یادونه کړې ده او ویلي دي چې حکومت یې مهمې پانګونې کړې چې کورنیو ته د ساه اخیستلو نور فرصتونه هم برابر کړي‌ او همدغه راز په متحدو ایالتونو کې په کاري چاپېریال کې د ښځو د مشارکت ننګه وکړي.

په دې کې د کار په ځای کې د میندوارو او تۍ ورکوونکو میندو د حقونو د قانون توشیح کول هم شامل دي.‌

د سپینې ماڼۍ په بیان کې همدغه راز د ولسمشر بایډن له خولې ویل شوي دي چې تېرکال یې په امریکا کې د ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي لپاره یو لړ قوانین هم توشیح کړي او په دغه برخه کې یې بودیجه ۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسولې ده.

XS
SM
MD
LG