د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: له افغانې ښځې د سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخیستل کېږي


د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف
د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف

د افغانستان د مخکني حکومت [اسلامي جمهوریت] ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې د طالبانو حکومت تورن کړ چې له ښځو څخه یې «اسلامي حقوق» اخیستي دي.

محمد اشرف غني د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت [مارچ اتمه] په خپل رسمي فیسبوک کې څه باندې ۲۰ دقیقه يي غږیز بیان خپور کړی دی.

هغه په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په اشارې وايي‌ چې د «افغانانو اسلامي‌ حقوق سلب شوي ‌دي، ښځه د ټولنې او کورنۍ غړې ده چې ترې د ژوند حق اخیستل شوی» دی.

نوموړی په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي. اشرف غني وايي: «له بده مرغه نن له افغانې ښځې نه د سیاسي ابزار په توګه ګټه اخیستل کېږي. خارجیان راغلي تمامه ورځ غږیږي ‌چې نن باید دوی [ښځو] ته هغه حق ورکړل شچې په اسلام کې خوندي دي. او دلته نور [طالبان] سر زوري کوي چې دا ستاسو کار نه دی.»

معلومه نه ده چې دا بیان کله او چېرې ثبت شوی دی، خو محمد اشرف غني په متحدو عربو اماراتو کې اوسېږي.

د افغانستان مخکني ولسمشر د افغان ښځو او نجونو حقوق د ټول «افغان ملت مسئله» وګڼله چې په خبره یې باید ټول سره لاس ورکړي او هماغسې چې په سیاسي او اقتصادي» برخو کې خپلواکي غواړي، باید د ده په خبره «په فکري دریځ» کې هم خپله ازادي غواړي.

اشرف غني د اسلام د صدر تاریخ ته په اشارې وویل چې څنګه امکان لري هغه «حقوق چې په کعبې شریفې کې روا دي‌، په کابل او کندهار کې ناروا» وي. غني په افغانستان کې د ښځو د حقونو سلب کول د مشخصو افرادو تعبیر او تفسیر یاد کړ.

طالبان وايي چې د «اسلامي شرعیت او فرهنګ په اساس» ښځو ته حقوق قایل دي،‌ خو په دې اړه ډېر وضاحت نه ورکوي. طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې، له کابل څخه د محمد اشرف غني له وتلو وروسته، واک ترلاسه کړ او په ښځو یې کلک بندیزونه ولګول.

طالبانو د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو په تعلیم، کار، سیاسي، ‌اقتصادي او ټولنیز مشارکت بندیزونه ولګول او نور محدودیتونه یې هم وضع کړل. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا پرېکړې غندلې او له هغوی څخه غواړي چې افغان نجونو او ښځو ته دې اساسي‌ حقوق ورکړي.

اشرف غني دا بندیزونه استبداد ګڼي او وايي‌ چې «استبداد په اسلامي کې ځای»‌ نلري. نړیوالې ټولنې په طالبانو باندې فشار راوړی دی چې په ښځو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

XS
SM
MD
LG