د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې یو محصل مذهب ته د سپکاوې په تور سرمعلم وژلی


د پېښور سره نژدې د چارسدې په سیمې کې یو محصل خپل سرمعلم د هغې نه وروسته په ډزو کې وواژه چې هغه ورنه مکتب ته د نه حاضریدو علت وپوښته.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې دغه محصل په اسلام اباد کې د حکومت په ضد په ناستې کې د گډون لپاره ورغلی و او د مکتب نه غېر حاضر و.

د چارسدې د یو شخصي مکتب سرمعلم چې سریر احمد نومیده، د محصل نه د نه راتلو د علت په هکله پوښتنه وکړه، دواړه په خبرو کې وران شول او محصل په خپل استاد باندې ډزې وکړې.

د دغې قتل نه وروسته ، ځینو کسانو د دغې محصل ویډیو جوړه کړه چې دوي ترینه دا پوښتي چې ولې یې استاد وواژه، هغه وایي چې شپږ ډزه مې ویشتی دی او دا چې ښپیمانه نه دی، خپل جرم قبلوم او د چا نه ویریږم نه.

دغه ویډیو په ټویټر شریکه شویده

تیره میاشت په اسلام اباد کې د تحریک لبیک په نوم یوې مذهبي ډلې د حکومت په ضد احتجاجي ناسته کړي وه چې د حکومت نه یې د ځینو نورو غوښتنو برسیره د قانون د وزیر استعفی غوښتله. د پاکستان د قانون وزیر د دغې ناستې په نتیجه کې دیته مجبوره شو چې استعفی ورکړي.

د یادونې وړ ده چې دا لمړنې ځل نه دی چې یو کس په خپل سر په بل دین ته د سپکاوي تور لگوي او وژني یې. په ٢٠١١ کال کې د پنجاب د صوبې وزیر سلمان تاثیر هم په دی تور وژل شویدی. په ٢٠١٧ کال کې د مردان د ولي خان په پوهنتون کې یو محصل مشال خان د خپل پوهنتون هلکانو په وهلو وهلو مړ کړ، په هغه هم مذهب ته د سپکاوې تور لگول شوی و.

د پاکستان په اساسي قانون کې د مذهب د سپکاوي سزا اعدام دی،په پاکستان په دی وجه سخت نړیوال انتقادونه کیږي چې د دغه ډول قوانینو له وجې خلک ځان ته د نورو کسانو د وژلو اجازه ورکوي.

پولیس د پیښې ځاې ته ورغلي، قاتل یې نیولې او تحقیقات ترینه کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG