د لاس رسي وړ اتصالات

خواږه مشروبات د پښتورګو د ناروغۍ خطر زیاتوي- څېړنه


امریکايي څېړونکو موندلې چې د ګاز لروونکو خواږه مشروباتو او جوسو څښل د پښتورګو په ناروغۍ د اخته کېدو امکانات زیاتوي.

په دغې نوې څېړنې کې د اتو څخه تر ١٠ کلونو پورې د څه دپاسه ٣٠٠٠ نارینو او ښځنو روغتیایي حالت څیړل شوی دی.

د څیړنې نتیجو ښودلې چې په لومړي گام کې د زیاتې سوډا او دوهمه درجه کې د میوو د خوږ جوس زیات استعمال کیدای شي ٦١ فیصده د پښتورگو په ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر زیات کړي.

له دې دمخه څیړنو هم ښودلې وه د سگرټو څکل، چاغي، د وینې لوړ فشار، د شکرې ناروغي او کم فزیکي فعالیتونه کولای شي د پښتورگو د ناروغۍ سبب شي.

ددغې څیړنې لوړپوري څیړونکي د متحده ایالاتو د جانز هاپکینز پوهنتون استادې کیسي ریبهولز، د رویترز اژانس ته ویلي د پښتورگو د روغتیا لپاره باید د خوږو مشروباتو په ځانگړې توگه د سوډا، کوک او داسې نورو گاز لرونکو مشروباتو د څښلو باید ډډه وشي.

یوه نوې څیړنه چې د امریکا د متحده ایالاتو د پښتورگو د ناروغۍ د انجمن په ژورنال کې خپره شوې ښیي چې د زیات چای او بیرو استعمال هم د پښتورگو د ناروغۍ خطر زیاتوي.

پخوانیو څیړنو ویلي وو چې د گازلرونکو مشروباتو او په شکرې باندې د خوږو شویو میوو جوس څښل د پښتورگو د ناروغۍ، چاغۍ او نقرس مرض باندې د اخته کیدو خطر زیاتوي.

XS
SM
MD
LG