د لاس رسي وړ اتصالات

فعال ژوند او مثبت فکر کول عمر اوږدوي - څیړنه


یوې نوې څیړنې په علمي توگه داسې ثابتې شوې لارې چارې په ډاگه کړي چې ١٠ کاله زیات ژوند کولای شئ.

څیړنې دا هم په ډاگه کړي چې زړښت ١٠ فیصده ارثي دی او ٩٠ فیصده د ژوند د بڼې پورې اړه لري. پوهان وایي زمونږ د احساساتو حالت او دا چې څومره جنسي اړیکې ساتو، د ژوند له اوږدتوب سره تړاو لري.‌

د بریتانیې د روغتیا وزیر مت هانکوک ویلي چې د حکومت یو هدف دادی چې د ناروغیو د درملنې پر ځای د امراضو مخنیوی وشي او د هغه په وینا "دا په خلکو پورې اړه لري چې په ښه توگه د ځان پالنه وکړي".

خو څه باید وشي؟

د هاروارد پوهنتون د اگست د میاشتې ېوې څیړنې پنځه عمده عادتونه په نښه کړي چې کیدای شي یوه لسیزه د انسان ژوند اوږد کړي. پدې عادتونو کې د خوراک یو انډول پرهیز، په منظمه توگه ورزشي تمرینونه او په کمه توگه د الکولو څښل شامل دي.

خو دا یواځني شیان ندي چې باید وشي. زمونږ احساساتي حالت او دا چې څومره جنسي ارتباط لرلی شو دا ټول په اوږد او روغ رمټ ژوند کولو کې رول لري. لاندې په علمي توگه د ژوند کولو ثابتې شوې لارې چارې دي چې کیدای شي ستاسې عمر پرې اوږد شي:

د خپل عمر مطابق چلند مه کوئ

څیړونکي وایي د عمر د اوږدوالي راز تر ډیره د ژوند نه په خوند اخیستلو کې دی نه په وراثت کې. د پنځوس کالو عمر لرونکو ٦٦٠ تنو رضاکارانو د عمر څیړنه ښیي هغوی چې د خپل عمر په اړه یې مثبت لید درلود، د عاید، عمر او روغتیا په نظر کې نیولو سره سره یې په متوسطه توگه اوه نیم کاله زیات ژوند کړی دی.

د ډیر اوږد ژوند کوونکو په اړه د امریکايي څیړونکو یوه څیړنه ښیي هغوی چې له ٨٠ کالو زیات یې ژوند کړی په عمومي توگه د خپلو نورو سیالانو په پرتله د ژوند په اړه یې مثبت لید درلود. دوی د نورو په پرتله، په ټولنیزو چارو کې فعاله وو او له تقاعد وروسته هم تر ډیر وخت پورې فعال پاته شوي وو.

مثبت فکر کول د فشار د راکمیدو سره اړیکه لري چې په ټول روغتیایي حالت باندې اثر کوي او د بدن دفاعي سیستم غښتلی کوي.

ژر تقاعد مه کوئ

د ٢٠١٦ کال د یوې څیړنې له مخې د تقاعد شاته اچول کیدای شي ستاسې ژوند څو کاله زیات کړي. د اوریگن د دولتي پوهنتون څیړونکو ٢٩٥٦ کسان تعقیب کړي او موندلي یې دي چې هغو صحتمنو کسانو چې په ٦٥ کلنۍ کې نه بلکه په ٦٦ کلنۍ کې یې تقاعد کړی و ١١ فیصده یې د مړنې چانس راکم شوی و.

حتی هغوی چې روغتیایي حالت یې چندان ښه هم نه و او د تقاعد دمخه یې یو کال د نورو په پرتله زیات کار کړی و، نهه فیصده یې د مړینې چانس راکم شوی و.

څیړونکي وایي، دغه موندنې ښیي هغوی چې جنسي اړیکې لري او فعال پاته کیږي ددې کار نه گټه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG