د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پیښو شمیر له ۷۵ زرو واوښت


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تېره شپه او ورځ کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۱۸ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۲۷ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهار شنبه جون دوهمه (غبرګولې ۱۲) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۰۶۳ سمپلونو معاینات کړي چې ۱۱۱۸ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د روغتیايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۵۱۴۴ ورسېد.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله په یو شمېر ولایتونو کې د ۲۷ کسانو په مړه کېدو سره د کرونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳۰۳۴ تنو ته لوړ شو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې ۲۲۲تنه بیرته له کرونا وبا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۷۹۶۴ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۷۱میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۵۶۵زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG