د لاس رسي وړ اتصالات

په یو ځانمرګي برید کې د پاکستان لږ تر لږه 'نهه سرتېري ووژل شول'


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ‌ اګست ۳۱ (وږي نهمه) وویل چې یو ځانمرګي ‌خپل د چاودیدونکو موادو څخه ډک موټر د پوځ په یو کاروان باندې الوځولی دی او لږ تر لږه نهه سرتېري یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګه وايي چې دا برید د خیبر پښتونخوا د بنو په سیمه کې شوی دی. ایالتي وزیر فیروز جمال شاه وايي چې پېښه د جاني خېلو سیمې ته نژدې شوې او شاوخوا ۲۰ تنه نور په کې ژوبل دي.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې په برید کې پنځه نور سرتېري یې ژوبل شوي هم دي.

د دغه برید مسئولیت تر دې دمه کومې ډلې په خپله غاړه نه دی اخیستی، خو په تېر وخت کې پاکستاني طالبانو او داعش ډلې د دا ډول بریدونو مسئولیت مانه.

د پاکستان سرپرست صدر اعظم انوار الحق کاکړ دا «یو ډارن تروریستي» عمل یاد کړی او غندلی یې دی.

پاکستاني طالبانو تېرکال، په کابل کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د دغه هېواد له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، چې ډېر ونه پایده او بیا یې خپلو جنګیالیو ته لارښوونه وکړه چې د پاکستان په امنیتي او دفاعي ‌ځواکونو باندې بریدونه روان وساتي.

اسلام اباد تل دا ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځای څخه بریدونه پلان کوي، خو افغان طالبان، چې په کابل واکمن دي، دا ادعا ردوي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس ویلي دي چې افغان طالبانو یو شمېر هغه کسان نیولي دي چې په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې دخېل وو او پاکستان ته یې په دې اړه خبر ورکړی دی.

تر دې دمه افغان طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې یو ځانمرګي د پولیسو په یو مرکز کې دننه په یو جومات کې ځان والوځوه او شاوخوا ۸۰ پولیس افسران یې ووژل او لسګونه نور یې ژوبل کړل.

د داعش ډلې د تېرې میاشتې د هغه ځانمرګي برید مسئولیت ومانه چې د ۲۳ ماشومانو په ګډون ۵۴ تنه په کې ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG