د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان په ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان برید شوی دی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې جبهې (بي‌ایل‌ایف) په نامه بیلتون غوښتونکې ډلې د یکشنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۲) ویلي چې د ګوادر بندر ته په غزیدلي سړک باندې یې د چینایي انجینرانو د موټرو پر کاروان برید کړی دی.

د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې جبهې (بي‌ایل‌ایف) په نامه بیلتون غوښتونکې ډلې د یکشنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۲) ویلي چې د ګوادر بندر ته په غزیدلي سړک باندې یې د چینایي انجینرانو د موټرو پر کاروان برید کړی دی.

د ګوادر بندر د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز "سیپیک" پروژې یوه برخه ده چې د چین په مالي لګښت رغول شوی دی.

د بلوچستان ولایت چارواکو وویل، دوه بیلتون غوښتونکي وسله وال وژل شوي چې د چینایي کارګرانو په یو کاروان باندې یې کړی و.

په کراچۍ کې د چین د قونسلګرۍ یو ویاند وویل چې په برید کې د دوی هیڅ یو تبعه ته مرګ ژوبله نده اوښتې. هغه له چینایي اتباعو وغوښتل چې خپل امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دمخه هم بيلابيلو بلوڅ وسله والو ډلو د چين – پاکستان د اقتصادي دهليز (سيپیک) د سترې پروژې اړوند تاسیساتو باندې د بريدونو ادعاوی کړې دي او په زرګونو امنيتي ساتونکي د بيجينګ د ګټو په وړاندې د ګواښونو د مخنيوي لپاره ګمارل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکې جبهې په نامه بېلتون غوښتونکې ډلې په یو بیان کې ویلي ددې ډلې "د مجید لیوا نن په ګوادر کې د چینايي انجینرانو یو کاروان په نښه کړ."

سناتور او د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو پخوانی وزیر سرفراز احمد بګټي، په ټویټر چې اوس د ایکس په نوم یادیږي، لیکلي چې په ګوادر کې د چینايي کارګرانو پر کاروان ترهګریز برید په کلکه غندي او زیاتوي چې په برید کې هیڅ چینايي تبعه نه دی وژل شوی.

هغه ویلي چې "داسې راپورونه شته چې برید په شا تمبول شوی او بریدګر وژل شوي دي."

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې بلوڅ بېلتون غوښتونکي په پرله پسې توګه د جګړې په ډګر کې د خپلو بریاو په هکله مبالغه کوي، په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه هم بریدونه کم اهمیته ښیي او یا یې په اړه رپوټ ورکول ځنډوي.

د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د کراچۍ پوهنتون د کنفوسیوس انسټیټیوټ ته تګ په لار درې چینایي ښوونکي او د هغوی پاکستاني موټر چلونکی هغه مهال ووژل شول چې یوې ښځینه ځان وژونکې له ځان سره لیږدونکي چادودیدونکي توکي وچول. د بلوچستان د ازادۍ پوځ ددغه برید مسولیت منلی و.

له هغه څخه یو کال دمخه په کوټه کې په یو لوکس هوټل باندې چې د چین سفیر هم په کې اوسیده، په برید کې پنځه تنه وژل شوي وو.

همدارنګه په ۲۰۲۱ کې، د نهو چینایي کارګرانو په ګډون ۱۲ کسان په یو بس کې د چاودنې له امله ووژل شول چې د داسو بند ساحې ته یې چینایي کارکوونکي لېږدول.

اسلام اباد دا چاودنه د "ګازو د خپریدو" له امله بللې وه، خو بیجینګ ټینګار کړی چې دا یو بمي برید و.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو کم نفوسه ولایت دی، چې د طبیعي او معدني زیرمو له پلوه بډایه دی.

بلوڅان له اوږدې مودې راهیسې شکایت کوي چې دوی د صوبې له ګټو څخه مناسبه ونډه نه ترلاسه کوي چې ددې کار له امله لسګونو بیلتون غوښتونکو ډلو وده کړې.

د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز یا سیپیک پروژه د بیجینګ د یو کمربند او یوې لارې نوښت بنسټ دی او هڅه کوي چې د چین لویدیز سینکیانګ ولایت د پاکستان په سویل لویدیز کې د ګوادر بندر سره وصل کړي.

ددې سترې پروژې د پیل راهیسې بیجینګ د ټرانسپورټ، انرژۍ او زیربنایي پروژو کې په لسګونو میلیارده ډالر لګولي دي.

د چین مرستیال صدراعظم هی لیفنګ تېره میاشت د دې پروژې د لسمې کلیزې د لمانځلو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تللی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG