د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې د شیعه مذهبو په یو جومات کې چاودنې په لسګونو کسان وژلي  


د پیښور ښار د قیصه خوانۍ بازار تر څنګ د شعیه مذهبو په یو جومات کې چاودنه
د پیښور ښار د قیصه خوانۍ بازار تر څنګ د شعیه مذهبو په یو جومات کې چاودنه

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار د قیصه خوانۍ بازار تر څنګ د شیعه مذهبو په یو جومات کې په رامنځته شوې چاودنې کې لږ تر لږ ۵۶ لمونځ کوونکي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۹۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فرانس پرس اژانس د جمعې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) د پاکستان د پولیسو له قوله رپوټ ورکړی چې دغه چادونه د جمعې ورځې د لمانځه د ادا کولو پر وخت شوې ده.

د پیښور ښار د پولیسو مقاماتو ویلي چې تر اوسه یې ۵۶ مړي د پیښې له ځایه روغتونونونو ته انتقال کړي دي.

د پیښور ښار روغتیایي مقاماتو ویلي چې د یو شمیر ټپیانو وضعیت خطرناک دی او کیدای شي چې د مړو شمیر نور هم زیات شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي چې ځانمرګی برید کوونکی پر ساتونکو باندې د ډزو وروسته جومات ته داخل شوی او هغه چاودیدونکي مواد یې د لمونځ کوونکو په منځ کې چوولي چې له ځانه سره یې لیږدول.

د امریکاغږ اردو څانګې د ښاغلي رشید له قوله رپوټ ورکړی چې د پیښې ځای ته اضافي ځواکونه رسیدلي او ددغې چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

پدې ترڅ کې د پاکستان صدراعظم عمران خان پر لمونځ کوونکو باندې په پیښور کې دغه وژونکی برید غندلی او د قربانیانو د کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.

د پاکستان دولتي تلویزیون ویلي چې ښاغلي خان مقاماتو ته سپارښتنه کړې چې د ټپیانو درملنې ته زیاته پاملرنه وکړي.

تر اوسه ددغې پیښې مسولیت کوم کس او یا ډلې ندی منلی.

XS
SM
MD
LG